برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ملکي وګړو په مینځ کې چاودنه

په دې وروستیو کې د ملکي وګړو په مینځ کې چاودنې زیاتي شوي. په مسجدونو او بازارونو سربېره یې اوس تر لوبغالو پورې لمن وغځېده. له کومې ورځې چې د کابل حکومت او امریکایانو په افغانستان کې د داعش موجودیت په رسمیت پیژاندلی، هغه پخوانۍ اندیښنه یې هم رفع شوې چې که احیانا د پيښې پړه په طالبانو ونه چسپیږي بیا به څه کوي.



اوس په ډاډه زړه د ولسي وګړو د تجمع ځایونو په نښه کوي، که په وینو ککړ لاس یې په طالب پاک شو، ښه تر ښه، که نه نو د داعش د مسئولیت اعلان خو یې خپل دی.
یوازې افغانستان نه، د امریکايي اشغال پښه چې هر هیواد ته غځیدلې، د ولسي خلکو په مینځ کې یې د مجهولو چاودنو پدیده راټوکیدلې. د نورو هیوادونو خوشبختي دا ده چې مطبوعاتو یې څه ناڅه ځانونه د سانسور له زندۍ ژغورلي، خبریالان، ژورنالیستان او تحقیقاتي جهتونه یې د پیښو راسپړولو ته نسبتا ازادانه لاسرسی لري، په ولسونو کې يې هم د عامه پوهاوي کچه لوړه ده او د پیښې مسئول جهت ته د ګوتې په نیولو کې سطحي قضاوت نه کوي.
برتانوی لیکوال او ژورنالیست (رابرټ فیسک)، چې له څلورو لسیزو راهیسې د عربي نړۍ وضعیت له نږدې څاري، د ۲۰۰۶م د اپریل په ۲۷مه په برتانوۍ (اینډیپنډنټ) ورځپاڼې کې تر دې سرلیک لاندې (نامعلومه امریکایان په عراق کې کورنۍ جګړې ته لمن وهي) یوه مقاله لیکلي.
نوموړي له عراقي وګړو سره د خبرو په رڼا کې ویلي چې امریکا په عراق کې له رنګارنګ جګړییزو تاکتیکونو کار اخلي، د شیعه او سني ترمینځ د جګړې اور بلوي او په دې توګه خپل تلفات راکموي.
لیکوال په سوریه کې د عراق یوې امنیتي سرچینې سره له نږدې لیدلي، چې د ملکي وګړو په مینځ کې يې د چاودنو په اړه د امریکایانو له تاکتیکونو پرده اوچته کړې. سرچینې د خپلو څرګندونو په لړ کې لیکوال ته داسې کیسه کړې:
«زه قسم خورم چې صحیح معلومات لرم. یو عراقي ځوان امریکایانو په بغداد کې د پولیسو په لیکو کې روزلی و، ۷۰٪ وخت یې د موټروانۍ او ۳۰٪ د وسلو په زده کړې مصرف کړی و. امریکایانو ورته وویل: یوه اونۍ وروسته راشه. کله چې راغی، امریکایانو یو موبایل تلفون او موټر ورکړل او ورته یې وویل چې فلاني مسجد ته نږدې د خلکو ګڼې ګوڼې ته لاړ شه او د بعدي هدایاتو د اخیستلو لپاره له هماغه ځایه زنګ ووهه. ځوان چې کله ټاکلي ځای ته رسیږي هڅه کوي چې له موټره زنګ ووهي، خو د تلیفوني شبکو د ضعف له امله یې موبایل تلیفون سګنال نه ورکوي. سړی له موټره راښکته کیږي او د تلیفون لپاره په یو بل مناسب ځای کې دریږي او امریکایانو ته خبر ورکوي، چې ګوري موټر یې منفجر او د اور لوخړه ګرځیدلی».

برتانوي لیکوال (رابرټ فیسک) زیاتوي، په لومړي سر کې مې په دې کیسې باور نه کېده، خو کله چې د نورو عراقیانو څرګندونې رایادې شوې چې تر دې وړاندې يې په بغداد کې دې ته ورته کیسې راته کړې وې، نو زړه ته مې ولوېده.
لیکوال زیاتوي چې له ګڼو شیعه او سني عراقیانو سره د خبرو پر مهال یې داسې معلومات ترلاسه کړي، چې امریکا په عراق کې له رنګارنګ جګړییزو تاکتیکونو څخه کار اخلي.
برتانوي لیکوال (رابرټ فیسبک) د یوې بلې امنیتي سرچینې په حواله لیکي:
«یو بل سړی و، امریکایانو د عراق د پولیسو په لیکو کې روزلی و. ده ته یې هم یو موبایل ورکړی و او ورته یې ویلي و چې د ګڼې ګوڼې فلاني ځای ته لاړ شي، غالبا خلک د مظاهرې لپاره راوتلي وو. امریکایانو ورته ویلي و چې له هماغه ځایه باید زنګ ووهي او دوی ته د وضعیت په اړه خبر ورکړي چې هلته څه روان دي. کله چې سړی هلته ورسید، د خپل نوي موبایل په ځای یې د بازار د لیني تلیفون څخه زنګ وواهه او امریکایانو ته یې وویل چې ټاکلي ځای ته رسیدلی یم او کولی شم چې د دې ځای له وضعیته خبر درکړم. د همدې خبرې سره سم یې په موټر کې ستره چاودنه وشوه».
دا چې دغه «امریکایان» څوک دي، یاد برتانوي لیکوال زیاتوي چې د عراق په ګډوډیو او نا امنه وضعیت کې ګڼې امریکايي حقلې په فعالیت بوختې دي، چې ډیرې ډلې یې امریکايي ځواکونو او د عراق د کورنیو چارو وزارت لپاره فعالیت کوي، چې هیڅ راز قوانینو او اصولو ته ژمن نه دي.
رابرټ فیسک د یادو مرموزو ډلو په تعقیب لیکي چې د امریکا د برید فقط په لومړیو درې کلونو کې۱۹۱ د پوهنتون استاذان او پروفیسران ترور شول او تر ۵۰ زیات د عراقي پوځ بمي متخصصین چې د عراق-ایران په جګړو کې برخه اخیستې وه ووژل شول. خو د لیکوال په وینا، هیچا سره د دې پوښتنې ځواب نشته چې دا کارونه څوک کوي؟.
د ملکي وګړو په مینځ کې د چاودنې یوه کیسه د (مفکرة الاسلام) عربي ویب پاڼې، چې په دې وروستیو کې بنده شوې، شاوخوا پنځه کاله مخکې خپره کړې وه. د یو شپیته کلن سپین ږیري عراقي په موټر کې امریکایانو د تالاشۍ په مهال بم پټ ایښی و، خو سړی متوجه کیږي او له موټره یې بیرون غورځوي.
دا عراقي (حیدر) نومیږي، هره ورځ له کلي نه ښار ته د خپلې ځمکې حاصلات په یو پیک اپ ډوله موټر کې لیږدوي. نوموړی وايي، د رومي بانجانو شل کارتنه مې بار کړي و او د خپل لمسي (علي) سره د ښار پر لور وخوځیدو.
په لاره کې امریکایانو تالاشي کوله. مونږ یې له موټره راښکته او لیرې يې ودرولو. یو عسکر موټر ته وروخوت، بیا دوهم عسکر هم ورپورته شو، کله چې تالاشي ختمه شوه، په ډیر احترام یې مونږ ته د حرکت کولو امر وکړ.
مونږ روان شوو، لمسي مې راته وویل چې یو امریکايي د کارتنو په مینځ کې هنډواني ته ورته یو شی کیښود. کله چې د امریکایانو نه لږ لیرې لاړو موټر مې ودراوه. د کارتنو په مینځ کې مې پلټنه شروع کړه، ګورم چې رښتیا هم د یو سکرین په مخ شمارې اوړي. دا چې زه پخوانی عسکر پاتې شوی یم سمدستي مې وپیژاند چې بم دی. سخت وډار شوم، یو ځل مې غوښتل چې هرڅه ځای په ځای پریږدم او منډه کړم، بیا مې په ډیر احتیاط راواخیست او له موټره ښکته شوم او د سړک په غاړه مې یوې کندې ته وغورځاوه. دا هغې کندې وې چې یو وخت صدام حسین د ښار ګرچاپیره د دفاعي پوستو په توګه جوړې کړې وې. د ښار په لور روان شوم خو سوچ او فکر مې الوتی و. د بیرته راګرځیدو پر مهال مې ولیدل چې بم چاودیدلی او د یو شپونکي درې میږې يې له مینځه وړې وې.
سپین ږیری عراقي (حیدر) دا خپله نیکبختي ګڼي چې له موټره د بم د راښکته کولو پرمهال امریکایانو ونه لیده، که نه نو د خپلې رسوایۍ د پټولو لپاره یې ژوندی نه پریښود.
هو امریکایانو پلان درلود چې بم په داسې وخت کې انفجار وکړي چې د سپین ږیري عراقي موټر د ښار مینځ ته رسیدلی وي او بیا دوی اعلان وکړي چې دا د ترهګرو کار و.
دا چې عراق او افغانستان د یوه شیطان صفته دښمن لخوا اشغال شوي دي، په دواړو هیوادونو کې يې جنګي تاکتیکونه توپیر نه لري. د اربکيانو پروژه په عراق کې له تجربې وروسته افغانستان ته راوړل شوې. د پلونو او شفاخانو الوزول، د قومي او مذهبي شخړو اور ته لمن وهل، علمي شخصیتونه په مرموز ډول ترور کول، فحشا او بداخلاقۍ ته وده ورکول او داسې نور هغه څه دي چې دواړه مستعمره هیوادونه ترې په یو شان کړیږي.
هغه څوک چې له الوتکو، ټانګونو، توپونو او توغندیو سره ستا د وژلو لپاره راغلي او روغتون، مدرسه، مسجد او کلي دې بمباروي، ایا په بازارونو کې دې چاودنې نه شي کولی؟! بالمقابل هغه څوک چې د هیواد د ازادۍ او د ولس د ښیرازۍ لپاره یې سرونه په ورغوي کې نیولي، د کومې اړتیا له مخې بیا د ولس په مینځ کې چاودنې وکړي؟!
خو دا کرغیړنې دسیسې د دې پر ځای چې د خلکو په زړونو کې د مقاومت په وړاندې کرکه راوټوکوي، په خپل هدف کې ناکامې دي. برعکس مونږ وینو چې ورځ تر بلې د ولس په زړونو کې د وسلوال مقاومت محبوبیت زیاتیږي او بالمقابل له اشغالګرو او ګوډاګیانو څخه د ولس کرکه او نفرت خپل اوج ته رسیدلی. که اشغالګر او ګوډاګیان یې تمه لري چې د ملکي خلکو په مینځ کې د چاودنو په مټ به د نفرت او محبوبیت دغه بیلانیس ته په معکوس ډول تغیر ورکړي، پرته له دې چې د بې ګناه افغانانو د وینو ازار یې د مخ په سقوط نظام عمر نور هم رالنډ کړي، بله هیڅ ګټه به په لاس ورنه شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي