برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۴ شهریور , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

په کابل کې د لسګونه زره امنیتي کامرو نصبول

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې د مهمو ځایونو او هټیو کې د امنیتي کمرو نصبول لازمي دي او دا پلان په ټول هېواد کې پلي کېږي.


د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د ۶۲ زره ښکاره امنیتي کامرو او په زرګونو نورې پټې کیمرې نصبولو اعلان وکړ.

نوموړي په یوه ویډیويي ټیپ کې رسنیو ته ویلي، چې د دغې ډلې د نوې کړنلارې پر بنسټ به دغه بهیر د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې پلی شي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې دا کیمرې په ځینو لویو لارو، هوايي ډګرونو او مهمو نقطو کې نصب شوي دي او د پټو سي سي ټي وي کمرو شمیر د ورکړل شوو احصایو څخه ډیر دی.

هغه زیاته کړه: اوس مهال په کابل او نورو مهمو ځایونو کې څه باندې ۶۲ زره ښکاره امنیتي کمرې نصب شوي او ښايي نورې پټې کامرې هم ولګول شي. دا کامرې په مهمو او ګڼې ګوڼې ځایونو کې نصب شوې دي. هغه همداراز ټینګار وکړ چې په کابل ښار کې د امنیتي کمرو په نصبولو سره د جنايي جرمونو کچه راټیټه شوې ده.

تر دې مخکې طالبانو په پلازمینه کې ټولو د کورونو مالکینو او هټیوالو ته امر کړی و چې دغه کمرې دې نصب کړي. دغې ډلې زیاته کړه چې د خپلې څلور کلنې تګلارې پر بنسټ به د جرمونو د کمولو په موخه دغه پروګرام د افغانستان په ټولو ښارونو کې پلی کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي