برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۳ اسفند , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

طالبان: موږ په فلسطین کې د اسرایلو له خوا د میشت ځایونو جوړول غندو

طالبانو په فلسطین کښې د نوی ښارګوټی د جوړولو لپاره د صهیونیسټ رژیم د پریکړې په وړاندې غبرګون وښود.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په فلسطین کښې د نوی ښارګوټی د جوړولو په هکله د صهیونیسټ رژیم د فیصلې په اړه وویل: مونږ په لویدیځه غاړه کښې د ۳۵۰۰ نویو کورونو د جوړولو لپاره د صهیونیسټی نیواک پریکړه په کلکه غندو.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې موږ دا غلط کار د فلسطیني ځمکو په اشغال کې یو بل وحشیانه تیری ګڼو او د دې عمل د مخنیوي غوښتنه کوو.

دغه وزارت دفلسطین خاوره دفلسطین دخلکو قانونی ټاټوبی ګڼلی او په غزه کښې یې دصهیونیسټ نیواکګر رژیم دغه ډول ظالمانه اقدامات او روان نسل وژنه په سیمه کښې د نه جبرانېدونکی پایلو او بې ثباتۍ لامل ګڼی .

طالبانو له نړيوالې ټولنې او په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو غوښتي، چې د دغه ناورين د مخنيوي لپاره عاجل اقدامات وکړي او په دې برخه کې خپل مسووليت ادا کړي.

تر دې وړاندې طالب چارواکو او افغانانو په ځلونو په فلسطین کې د اسراییلو جنایتونه غندلي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي