برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۵ خرداد , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

په انګلستان کې د اتو زرو څخه د زیاتو افغان کډوالو آواره ګي

آریانانیوز: ګارډین انګلیسي ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي چې په دغه هېواد کې تر ۸ زرو ډېر افغان کډوال په سړکونو خوب کوي.


ګارډین راپور ورکړی، چې په برتانیا کې تر ۸۰۰۰ ډېر افغان کډوال تر اوسه نه دي مېشت شوي او ډېری یې د شپې په سړکونو خوب کوي.

ورځپاڼې زیاته کړې، هغه افغان کډوال چې په تېرو کلونو کې یې د برتانیا له پوځي ځواکونو سره کار کړی او دغه هېواد ته یې د لېږد له پروسې وروسته د پناه غوښتنه کړې، اوس په سختو شرایطو کې دي.

د ګارډین د موندنو له مخې، د دغو پناه غوښتونکو یوه لویه برخه د تعلیمي وړتیاو په لرلو سره، په انګلستان کې په بد وضعیت او نامعلوم برخلیک کې دي.

تر دې وړاندې د برتانیا حکومت د افغان کډوالو د دایمي کورونو د اوسېدو لپاره یو نوی پلان اعلان کړی و چې له مخې یې باید افغان کډوال له خپلو هوټلونو وویستل شي.

انګلستان هم د هغو پناه غوښتونکو د اوسیدو پر پلان غور کوي چې په راتلونکي کې دغه هیواد ته راځي او د بریتانیا په پخوانیو پوځي اډو کې ځای پرځای شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي