برخه -څانګه : afghanistan, fun, politics, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۲ اسفند , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

افغانستان ته د سیاحت لپاره د تقاضا زیاتوالی

دوو سیاحتي شرکتونو افغانستان ته د ګرځندویانو د غوښتنې د زیاتوالي خبر ورکړی دی.


دوو برتانوي سیاحتي شرکتونو اعلان وکړ چې افغانستان ته د ګرځندویانو غوښتنه زیاته شوې ده.

د سیاحتي شرکت مشر جووان ټورز د تېر کال احصایې وړاندې کړې او ویلي یې دي، چې په ۲۰۲۳ کال کې افغانستان ته یوازې درې سفرونه شوي، خو د روان کال په لومړیو کې دا شمېر دوه برابره شوی دی.

د یوه بل سیاحتي شرکت مشر هم وویل چې اوس د طالبانو په واکمنۍ کې ګرځندویان کولای شي له هغو سیمو څخه لیدنه وکړي چې مخکې یې نه شوای لیدلی.

هغه زیاته کړه چې په ټول افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی دی.

دا خبر په داسې حال کې خپور شو چې د برتانیې د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې افغانستان ته د خپلو اتباعو د سفر په اړه خبرداری ورکړی و.

بامیان، کابل، مزارشریف او غزني ولایتونه د خپلو لرغونو اثارو په لرلو سره په افغانستان کې د لیدلو لپاره تر ټولو مشهور ځایونه دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي