برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۷ اسفند , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

سیګار: طالبان پخواني امنیتي ځواکونه تعقیبوي

آریانانیوز: سیګار ادعا کړې چې طالب ځواکونه د افغانستان پخواني دفاعي او امنیتي ځواکونه تعقیبوي او کورونه یې تالاشي کوي.


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر (سیګار) د افغان پوځ د یوه پخواني افسر له خولې ویلي: طالبان د پخوانیو عسکرو کورونه لټوي او که مطلوب کس ونه موندل شي، د کورنۍ غړي یې تعقیبوي.

دغه افسر وايي، چې د تېر افغان حکومت له نسکورېدو راهيسې يې څلور ځلې خپل کور او د اوسېدو ځاى بدل کړى دى. هغه زياته کړه، که طالبان يې پيدا کړي، اعدام به شي.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي و، چې طالبان غواړي د افغانستان له پخوانیو امنیتي ځواکونو غچ واخلي او په تېر یو نیم کال کې یې په سلګونو پخوانی امنیتی ځواکونه نیولی، وژلی او یا یې هم بې درکه کړی دی.

په همدې حال کې د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني اعلان کړی چې طالبان د افغانستان د پرمختګ لپاره هېواد ته د مهاجرینو په ځانګړې توګه د متخصصینو، انجینرانو او ډاکټرانو د راتګ هرکلی کوي.

شریک یي کړئ!