برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۶ اسفند , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

مجاهد: د افغانستان د شتمنیو کنګل کول یو ظالمانه عمل دی

طالبانو د افغانستان د شتمنیو د کنګلېدو د تمدید په اړه غبرګون وښود.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان د شتمنیو د کنګلولو د نوي فرمان په غبرګون کې ویلي چې دا ظالمانه عمل د ټولو نړیوالو اصولو خلاف دی.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د افغانانو د شتمنیو د کنګلېدو موده وغځوله.

سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې د جوبایډن له قوله ویلي په افغانستان کې د بشري ناورین او له کبله یې د رامنځته شوي ګواښ له امله د امریکا د جمهور رئیس له خوا د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۱۱ مه صادر شوی فرمان د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ له ۱۱مې وروسته هم د اجرا وړ دی.

د راپورونو له مخې، بهرني هېوادونه باید د افغانستان د مرکزي بانک له شتمنیو څخه شاوخوا نهه میلیارده ډالر خوشې کړي، ترڅو د هېواد اقتصاد فعال شي.

د تېر کال د اګست په وروستیو کې څه باندې ۷۰ نړیوالو کارپوهانو او اقتصاد پوهانو د امریکا ولسمشر جوبایډن ته په یوه لیک کې له واشنګټن څخه غوښتي وو چې د افغانستان شتمنۍ دې خوشې کړي.

له دې مخکې د کړکېچ نړیوالې ډلې په یوه راپور کې اعلان کړی و: د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د امریکا بندیزونه په افغانستان کې د پانګونې لپاره مهم خنډ دی.

د دغه رپوټ له مخې دغو بندیزونو په افغانستان کې د ډېرو موسسو د فعالیتونو مخه نیولې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي