برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۹ اسفند , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

افغانستان کې د کوکنارو د کښت د کمېدو لپاره د اروپا ملاتړ

اروپايي ټولنه په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د کمولو او له کروندګرو سره د مرستې ملاتړ کوي.


اروپايي ټولنه وايي، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د کمېدو له هڅو ملاتړ کوي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن په ایکس (پخواني ټویټر) کې لیکلي، چې اروپايي ټولنې دا ژمنه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه په وروستۍ غونډه کې وکړه.

همدارنګه نیکولسن په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل چې اروپايي ټولنه به له افغان بزګرانو سره څه ډول مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په ۲۰۲۳ کال کې به په افغانستان کې ۱۰۸۰۰ هکتاره ځمکه د کوکنارو تر کښت لاندې وي، په داسې حال کې چې تېر کال ۲۳۳ زره هکتاره ځمکه د کوکنارو د کښت لپاره ځانګړې شوې وه.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي