برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, 9 اکتبر , 2023 لنډ لینک :

مجاهد: د نشه يي توکو د صادراتو پر وړاندې ولاړ یو

د طالبانو د ډلې ویاند وویل چې دغه ډله به اجازه ورنکړي چې افغانستان د مخدره موادو صادرونکی هیواد شي.


د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته د نشه يي موادو د قاچاق تورونه د دې ډلې پر ضد تبليغات دي.

د طالبانو ویاند ټینګار کړی چې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او قاچاق مخه تر ډېره حده نیول شوې ده.

مجاهد وویل: د قاچاق مخه نیول شوې او موږ به پرې نه ږدو چې افغانستان داسې هېواد شي چې نشه يي توکي ترې صادرېږي. له بده مرغه د دې پر ځای چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې بهیر وهڅوي، تبلیغات کوي، چې سم کار نه دی.

د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د ډله ييزو امنيتي تړون د سازمان د عمومي منشي مرستيال والري سمريکوف ادعا کړې وه، چې نشه يي توکي له افغانستان څخه دغه تړون غړو هېوادونو ته راځي.

شریک یي کړئ!

دیدگاه ها بسته شده است

نوی خبرونه