برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۷ اسفند , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

خوست کې طالبانو له رسنیو سره د ښځو پر تماس بندیز ولګاوه

په خوست ولایت کې باخبره سرچینې وايي چې طالبانو په دغه ولایت کې ښځې له رسنیو سره له خبرو منع کړي دي.


د سرچينې د معلوماتو له مخې، په خوست کې د طالبانو د امنيې قوماندان عبدالرشيد عمري ځايي رسنيو ته په يوه ليک کې ويلي، چې د ښځينه زنګ وهونکو غږونه دې نه خپروي.

د خوست امنیه قومندان د رسنیو مسوولینو ته خبرداری ورکړی، چې که نه نو قانوني چلند به ورسره وشي.

په دغه مکتوب کې راغلي، چې له ښوونیزو او ټولنیزو پروګرامونو په ناوړه ګټه اخیستنې سره ښځې او نجونې په رسمي او غیر رسمي ساعتونو کې د خپرونو له تنظیموونکو سره نامشروع تماسونه نیسي چې له یوې خوا په ټولنه کې د اخلاقي فساد لامل ګرځي او له بلې خوا د اسلامي معیارونو خلاف کار دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو وروسته په رسنیو کې د ښځو پر کار او فعالیت سخت بندیزونه لګولي دي.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي