برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۹ دی , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

پاکستان په کابل کې تروریستي حمله وغندله

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې وروستۍ چاودنه غندلې ده.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د کابل په برچي سیمه کې وروستۍ چاودنه وغندله چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۲۵ کسان مړه او ژوبل شول.

دغه وزارت زیاته کړې، چې پاکستان یو ځل بیا ترهګري په هر ډول او ښکاره توګه غندي او په دې غم کې د افغانستان له خلکو سره پیوستون څرګندوي.

د یادونې وړ ده چې د شنبې په شپه ۱۸:۲۰ بجې د کابل ښار په لویدیځ کې د دشت برچي په سیمه کې په یو کاسټر ډوله ښاري موټر کې د ماین چاودنه وشوه.

د کابل امنیه قوماندانۍ په یوه بیان کې ویلي، چې په دې چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

له هغه وروسته د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) اعلان وکړ، چې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۲۵ هزاره وګړي وژل شوي او ټپیان دي.

داعش د دې پېښې پړه پر غاړه اخيستې او ادعا يې كړې، چې په دې چاودنه كې يې ۲۰ تنه وژلي او ټپيان كړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي