برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۵ اسفند , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د امنیت شورا په غونډه کې یوولسو هېوادونو د طالبانو له خوا د افغان ښځو او نجونو د ځپلو د بندولو غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۱ غړو هېوادونو استازو په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو له خوا د جنسیتي تبعیض دوام او د ښځو او نجونو پر وړاندې سیستماتیک ظلمونه غندلي دي.


دوی په هېواد کې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو د ځپنې د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

په دغه اعلامیه کې چې د افغانستان په اړه د امنیت شورا تر غونډې مخکې د سویس، بریتانیا، امریکا، اکوادور، فرانسې، جاپان، مالتا، جنوبي کوریا، سیرالیون، سلوانیا او ګیانا له خوا خپره شوې، راغلي: طالبان باید د بشري حقونو د سرغړونو او ښځو پر وړاندې د جرمونو لپاره حساب ورکوونکي وي.

دوی ټینګار کړی چې افغان مېرمنې او نجونې باید په عامه، سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنیز ژوند کې له خپلو بشري حقونو او اساسي آزادیو څخه په بشپړه توګه برخمنې شي.

په اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې د ثبات او تلپاتې پرمختګ یوازینۍ لار د قانون حاکمیت او د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د بشپړې رعایت پر بنسټ یوه ټول شموله سیاسي پروسه ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه چې پرون د افغانستان په اړه د تړلو دروازو تر شا جوړه شوې وه، له کومې څرګندې نتیجې پرته پای ته ورسېده.

په دې کتنه کې د امنیت شورا غړو د یوناما د کاري دورې د غځولو، د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو او د دوحې د ناستې د پایلو په اړه بحث او د نظر تبادله وکړه.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي