برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۴ اسفند , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

روسیه: افغانستان تر ټولو لوی ګواښ دی

د روسیې دفاع وزیر ویلي، په منځنۍ اسیا کې د داعش وسله والو شمېر زیات شوی دی.


د روسیې د دفاع وزیر وویل: د تېر کال په پرتله په منځنۍ اسیا کې د داعش شمېر ۱۵ سلنه زیات شوی او له دې نظره افغانستان لا هم تر ټولو ستر ګواښ دی.

سرګي شویګو د روسیې له جګپوړو پوځي چارواکو سره په کتنه کې زیاته کړه: په سیمه کې وضعیت لا هم ستونزمن دی او تر ټولو لوی ګواښ لا هم د افغانستان له لوری دی.

هغه په منځنۍ اسیا کې د داعش اصلي هدف د ګډ امنیت د تړون د سازمان د غړو هېوادونو په جنوبي پولو کې د افراطي ایډیالوژۍ او ترهګریزو فعالیتونو خپرول وګڼل او د منځنۍ اسیا د جمهوریتونو له لارې یې د مخدره موادو په قاچاق کې د ۲۰ فیصده زیاتوالي خبرداری ورکړ.

د روسیې د دفاع وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې طالبان د سیمې د هېوادونو پر وړاندې له افغانستانه هر ډول ګواښ ردوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي