برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, 10 مارس , 2024 لنډ لینک :

طالبان: د افغانستان په اړه د امریکا ادعاوې ردوو

د طالبانو ویاند د ترهګرو ډلو د کنټرولولو په برخه کې د طالبانو د ناتوانۍ یا نه لېوالتیا په اړه د یوه امریکايي قومندان څرګندونې رد کړې.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا په سنا مجلس کې د یوه امریکايي قومندان هغه څرګندونې رد کړې، چې ویلي یې وو، د ترهګرو ډلو په کنټرولولو کې د طالبانو ناتواني او یا نه لېوالتیا منځنۍ او جنوبي اسیا بې ثباته کوي.

هغه زیاته کړه چې طالبان د ترهګرو ډلو سره د مبارزې له نظره د تحریک طالبان پاکستان باندې د فشار راوړلو لپاره لږ لیوالتیا هم نه لري، په داسې حال کې چې ټي ټي پي د پاکستان د سرحدي سیمو لپاره یو جدي ګواښ دی.

د طالبانو ویاند دغه ډول څرګندونې د حقایقو او په افغانستان کې د روان وضعیت خلاف وبللې او زیاته یې کړه: موږ دا ډول ادعاوې ځکه ردوو چې افغانستان اوس امن دی او یو متحد حکومت د دغه هېواد ټوله جغرافیه تر خپل واک لاندې لري.

هغه زیاته کړه: هیڅ بهرنۍ ډلې ته اجازه نه ورکول کیږي چې د افغانستان په خاوره کې فعالیت وکړي او د طالبانو تګلاره او دریځ دا دی چې اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد وکارول شي.

ده څرګنده کړه: په داسې يوه حالت کې منفي او له حقيقته لرې څرګندونې د افغانستان له نیت، ارادې او له شته تګلارې سره په ټکر کې دي او موږ دا ډول ادعاوې په کلکه ردوو.

شریک یي کړئ!

دیدگاه ها بسته شده است

نوی خبرونه