برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۹ مهر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د کابل والي: د پلازمېنې اوسېدونکي د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي

په کابل کې د طالبانو والي په پلازمېنه کې د اوبو د کمښت د ستونزې د هواري لپاره د ملګرو ملتونو د همکارۍ غوښتنه وکړه.


د یوناما د مرکزي دفتر مشر د کابل له والي سره په کتنه کې د افغانستان د پلازمېنې په بېلابېلو برخو کې د بېلابېلو پراختیايي پروژو د بیا پیل اعلان وکړ.

د کابل له والي محمد قاسم خالد سره په کتنه کې د یوناما مشرې انیټ لیټ په افغانستان کې د دغه سازمان د نویو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او اعلان یې وکړ چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازی (یوناما) غواړي د کابل په ځینو برخو کې بېلابېلې پروژې پلې کړي.

د کابل والي د يادو پروژو د پلي کېدو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه او زياته يې کړه چې د کابل ښار اوسېدونکي د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي او له يادې ادارې يې وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي.

نوموړي دغه راز د یوناما د پروژو، د کابل ښاریانو لپاره د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو، د شته ستونزو، همکارۍ او یو شمېر اړوندو موضوعاتو په اړه هم خبرې وکړې.

په کابل کې د اوبو کمښت، په ځانګړې توګه د پلازمینې په لویدیځه سیمه کې، یوه جدي ننګونه ده. ويل کيږي چې د ځمکې لاندې اوبو د کمښت له امله يو شمېر څاګانې وچې شوي او د نورو د اوبو کچه کمه شوې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي