برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ اسفند , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

طالبان: موږ په پاکستان کې ترهګریز بریدونه غندو

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان په بلوچستان ایالت کې وروستي بریدونه وغندل.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې وروستي بریدونه غندلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ایکس شبکې ته په یوه پیغام کې د بلوچستان د بریدونو له قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.

د يادونې ده، چې تېره ورځ د پاکستان د بلوچستان ايالت په پشين منطقې کې په ٤٧مه انتخاباتی سيمه کې يوه چاودنه شوې، چې په پايله کې يې ١٨ کسان وژل شوي او ټپيان دي.

بل خوا د بلوچستان په سیف الله سیمه کې د جمعیت علمای اسلام پاکستان په مرکزي دفتر کې دوهمه چاودنه شوې چې په پایله کې یې لس تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي