برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۸ اسفند , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

۷۵ سلنه افغان نجونې له زده کړو بې برخې دي

مدارس دخترانه

یونسکو اعلان کړی چې ۷۵ سلنه افغان نجونې له زده کړو بې برخې دي.


د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) په خپل تازه راپور کې ویلي: په افغانستان او یو شمېر افریقايي هېوادونو کې نجونې د زده کړو له پلوه شاتګ کړي دي.

په دې راپور کې افغانستان د هغو لسو هېوادونو په کتار کې راغلی چې تر ټولو ډېرې نجونې له زده کړو محرومې دي.

کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل، د نجونو پر زده کړو له شپږم ټولګي څخه پورته او پوهنتونونو بندیز ولګېد.

په داسې حال کې چې ټاکل شوې په افغانستان کې نوی ښوونیز کال له لسو ورځو څخه په کمه موده کې پیل شي، په دغه هېواد کې د نجونو د زده کړو د بیا پیلولو مسله لا هم روښانه نه ده او په دې برخه کې کوم څرګند لید لوری وجود نه لري.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي