برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۶ آبان , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

افغانستان کې د برتانوي پوځیانو د جنایتونو د حقیقت پټول

بريتانوي مطبوعاتو په افغانستان کې د جنګي جنايتونو د شواهدو په اړه د دغه هېواد د يوه جنرال د حقيقت د پټولو خبر ورکړی.


ګیوین جینکنز، د برتانیې د پوځ یو جګپوړی جنرال دی، په افغانستان کې د برتانوي ځواکونو له خوا د جنګي جرمونو د مکتوبو شواهدو ترلاسه کولو سره سره د حقیقت په پټولو تورن شوی دی.

برتانوي رسنیو ویلي: د ۲۰۱۱ کال په مارچ کې، یو افسر جنرال جینکنز ته راپور ورکړ چې د برتانیا د ځانګړو هوایي ځواکونو د یوه غړي د اعتراف له مخې، د دې هیواد د اردو نظامي واحدونه په غیرقانوني توګه بې وسلې خلک او توقیفیان د تیریو او چټکو شپنیو بریدونو په ترڅ کې وژني خو جنرال جینکنز په دې خبره شواهد پټ کړل چې په دې برخه کې بشپړې څېړنې ته اړتیا ده.

پوځي پولیسو ته د اسنادو په نه سپارلو کې مخکې په محکمه کې څرګند شوي وو، خو د بریتانیې د دفاع وزارت له خوا په قضیه کې د ښکیلو افسرانو هویت له خلکو پټ ساتل شوی و.

وروسته له هغې چې رسنیو او ځینو خلکو پر افغان اتباعو د برتانیا د ځانګړو ځواکونو د شپې د بریدونو خبر ورکړ، په افغانستان کې د دغو ځواکونو د وژنې تورونه اوس د برتانیا د شاهي محکمې د یوه قاضي په مشرۍ د رسمي څېړنو موضوع ده.

تېر کال خبري سرچینو په یوه راپور کې څرګنده کړې وه، چې د برتانیا د ځانګړو ځواکونو یوې قطعې په شپږ میاشتني ماموریت کې لږ تر لږه ۵۴ افغانان په قصدي او مشکوکو شرایطو کې وژلي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي