برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۴ اسفند , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

پاکستان له امنیت شورا غوښتي چې د افغان طالبانو او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ اړیکې پرې کړي

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازې منیره کرم د دغه سازمان له امنیت شورا غوښتي چې د افغان طالبانو او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ اړیکې پرې کړي.


اکرم د افغانستان په اړه د امنیت شورا په غونډه کې له ملګرو ملتونو څخه هم وغوښتل چې یوه پلټنه ترسره کړی ترڅو معلومه کړی چې تحریک طالبان پاکستان څنګه پرمختللی پوځی تجهیزات او وسلې ترلاسه کوی او د هغوی مالي سرچینې په ګوته کړي چې د 50 زره جنګیالیو ساتلو او د دوی د تروریستي عملیاتو سره مرسته کوي.

هغه ټینګار کړی، چې له طالبانو سره د خبرو لپاره په راتلونکې هره طرحه کې باید له ترهګرۍ سره مبارزه لومړیتوب ولري.

اکرم خبرداری ورکړ چې که نړیواله ټولنه د تحریک طالبان پاکستان کنټرول ونه کړي، دا ډله چې د القاعدې او ځینې دولتي تمویلونکو لخوا یې ملاتړ کیږي، یو نړیوال ترهګریز ګواښ رامینځته کولی شي.

دا په داسې حال کې ده چې له افغان طالبانو سره د پاکستان اړیکې په دې وروستیو کې د تحریک طالبان پاکستان د ملاتړ له امله ترینګلې شوې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي