برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۶ اسفند , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

طالبانو د قطر په منځګړتوب د اتریش یو تبعه له بنده خوشې کړ

د قطر د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې په افغانستان کې یې د طالبانو له زندانه یوه اتریشي وګری آزاد کړی دی.


دغه وزارت تېره شپه د وږي په ٦مه، د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې دغه اتريشي تبعه د طالبانو له بنده تر خوشې کېدو وروسته اوس قطر ته رسېدلى دى.

په اعلامیه کې د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي له طالبانو څخه د دغه اتریش وګړي په خوشې کولو کې د همکارۍ له امله مننه کړې ده.

اعلامیې د دغه اتریش تبعه د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

له بلې خوا د اتریش صدراعظم کارل نهمیر د قطر له امیر تمیم بن حمد آل ثاني څخه د دغه اتریش وګړي په خلاصون کې د همکارۍ له امله مننه کړې ده.

سره له دې، د اتریش د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۳ کال په جون کې اعلان وکړ چې یو اتریشي افغانستان ته له سفر وروسته د طالبانو له خوا نیول شوی دی.

د اتریش رسنیو لیکلي چې ۸۰ کلن هربرټ ایف د یوه کوچني افراطي ښي اړخي ګوند له بنسټګرو څخه دی چې په ۱۹۸۸ کال کې په اتریش کې د فعالیت منع شو.

مخکې له دې چې د طالبانو له خوا ونيول شي، په ښي اړخه مجله کې يې د “طالبانو سره رخصتي” تر سرليک لاندې يوه مقاله ليکلې وه چې په کې يې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان د ژوند په اړه مثبت نظر وړاندې کړى و.

د يادونې وړ ده، چې طالبانو د افغانستان د واک تر نيولو وروسته يو شمېر بهرني اتباع نيولي او بنديان کړي، چې ډېرى يې اوس هم د دې ډلې په زندانونو کې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي