برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۸ تیر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

په افغانستان کې د برتانوي پوځيانو د جنګي جرمونو په اړه څېړنه پيل شوې ده

آریانانیوز: د بريتانيا د دفاع وزير ويلي، چې په افغانستان کې د برتانوي ځانګړو ځواکونو عمليات د جنګي جرمونو د څېړنې په حالت کې دي.


د بريتانيا د دفاع وزير بن والس وويل، دا مناسبه ده چې د دفاع وزارت الزاماتو کې توازن وساتل شي او د ملي امنيت د ملحوظاتو په هکله د امکان تر حده روښانه او شفاف وي.

هغه زياته کړه، چې دغه څېړنه اوس د اورېدو مرحلې ته رسېدلې او د برتانوي ځانګړو ځواکونو جنګي جرمونه د دې څېړنو په سر کې دي.

د يادونې وړ ده، چې د “لي ډي” په نامه د يوې بريتانوي حقوقي موسسې د څېړنو پر بنسټ، چې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر مياشت کې پيل شوې، په افغانستان کې د بريتانوي ځانګړو ځواکونو د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ لږ تر لږه ۸۰ ملکي افغانان وژلي دي.

په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو پوځیانو له خوا د جنګي جرمونو د ترسره کولو مسله یوازې په برتانوي ځواکونو پورې محدوده نه ده او په دې وروستیو کې د استرالیا حکومت په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د جنګي جنایتونو په اړه پراخې څېړنې پیل کړې.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي