برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۳ اسفند , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

داعش په افغانستان کې د امریکايي وسلو د ترلاسه کولو په لټه کې دی

ملګرو ملتونو اعلان کړی چې داعش هڅه کوي په افغانستان کې د امریکا پاتې وسلې ترلاسه کړي.


د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د داعش د ګواښ په اړه په خپل ۱۸م راپور کې ویلي چې دغه ډله د تحریک طالبان پاکستان (ټی ټی پی) له زیرمو څخه د تجهیزاتو د ترلاسه کولو په لټه کې ده.

د ګوتیرس په راپور کې راغلي چې د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه په افغانستان، منځني ختیځ او افریقا کې د وسلو د پراخېدو او همدارنګه د داعش له خوا د بې پیلوټه الوتکو او په لاس جوړ شوی بمونو د کارولو په اړه اندېښمن دي.

د ملګرو ملتونو څو غړو هېوادونو ټینګار کړی چې له افغانستانه تر وتلو وروسته د امریکا ډېری پوځي تجهیزات طالبانو ته سپارل شوي دي.

د دغه راپور پر بنسټ، داعش له تحریک طالبان پاکستان څخه چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، د داسې وسلو په لټه کې دي.

ملګري ملتونه لا هم داعش د افغانستان او سیمې لپاره تر ټولو ستر ګواښ بولي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د داعش د خراسان څانګې مشر ثناءالله غفاري لا هم ژوندی دی او ښايي په کونړ کې د جماعت الاحرار له روزنیز مرکز څخه د وتلو پر مهال په نښه او ټپي شوی وي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې داعش د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ د غړو په وړاندې د طالبانو د محدوديتونو له امله له رامنځته شویو شکایتونو څخه په استفادې سره وکولای شول چې د دغې ډلې غړي په افغانستان کې جذب کړي.

په راپور کې راغلي چې د داعش په لیکو کې د افغانانو استخدام زیات شوی او دغه ډله له هغوی څخه په عملیاتو کې کار اخلي.

د ملګرو ملتونو موندنې ښيي چې داعش اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا څلور زره جنګیالي لري.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تل په افغانستان کې د داعش شتون رد کړی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي