برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۷ بهمن , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

داعش په کونړ کې طالبانو ته د جاسوسۍ په تور له دوو کسانو سرونه پرې کړل

په کونړ کې ځايي سرچينې وايي، داعش وسله والو په دغه ولايت کې طالبانو ته د جاسوسۍ په تور له دوو کسانو سرونه پرې کړي دي.


دا پېښه د مرغومې په ۳۰مه د کنړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په “دیوه ګل دره” کې رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاتوي چې داعش وسله والو لومړی دغه دوه کسانو ته نارنجي رنګ جامې ور اغوستې او بیا یې سرونه پرې کړل.

تر اوسه د وژل شویو کسانو د هویت په اړه نور جزیات نه دي په ډاګه شوي.

په دې وروستیو کې په کونړ ولایت کې د داعش ډلې تحرکات زیات شوي دي.

داعش جنګیالیو د روان کال د مرغومې په ۱۵مه د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې طالبانو ته د جاسوسۍ په تور له یوه کس سر پرې کړ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي