د پاکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ به د خپل شپږم کلني فورم په ترڅ کې د قوس پر ۱۸مه او ۱۹مه د افغانستان د وضعیت، سیمهییز امنیت او پر ګاونډیو هېوادونو د اغېزو په اړه بحث وکړي؛ دا غونډه داسې مهال جوړېږي چې د کابل او اسلاماباد اړیکې له کړکېچ سره مخ دي.
پنجشنبه, 19 نوامبر , 2026
د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي د یونیسف، د خوړو نړیوال پروګرام او د خوړو او کرنې سازمان په همکارۍ د پروګرام د دویم پړاو د پیل خبر ورکړ. د لومړي پړاو پر مهال ۵۲۰ زره میندو او پالونکو د تغذیې مشورې ترلاسه کړې او په تر پوښښ لاندې کورنیو کې د خوړو ناامني ۲۵ سلنه کمه شوې ده.
پنجشنبه, 19 نوامبر , 2026
هغه ښځې چې د کار پر وړاندې د محدودیتونو له امله یې په کورونو کې ګنډل د عاید سرچینه ګرځولې وه، اوس د بېوزلۍ او د خلکو د پېرلو د توان د کمېدو له کبله له کمو فرمایشونو سره مخ دي. ځینې یې د خپلو ماشومانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د مرستو په تمه دي.
پنجشنبه, 19 نوامبر , 2026
د عامه او خصوصي مشارکت له لارې د هرات د مسافر وړونکي او ترانزیټي ترمینل د جوړولو چارې روانې دي. د پروژې له بشپړېدو سره به د مسافرو اسانتیاوې او د ښار او ولایتونو ترمنځ تګ راتګ ښه شي.
پنجشنبه, 19 نوامبر , 2026
د بشري حقونو د څار سازمان خبرداری ورکړی چې د نړیوالې جزايي محکمې وروستۍ پرېکړه ښايي د امریکايي ځواکونو او د پخواني افغان حکومت د امنیتي ځواکونو د احتمالي جنایتونو څېړنه محدوده کړي. سازمان وايي، د طالبانو او داعش پر قضیو د تمرکز له امله د عدالت په بهیر کې د «دوګوني معیار» د رامنځته کېدو او د قربانیانو د حقونو د زیانمنېدو خطر شته.
چهارشنبه, 18 نوامبر , 2026
د امریکا د افغان پناه غوښتونکو د ملاتړ ادارې مشر وايي، پاکستان ته د شړلو ځانګړې الوتنې لغوه شوې دي؛ دې خبر اندېښمنو کورنیو ته نسبي ډاډ ورکړی، خو د افغانانو د لېږد راتلونکی لا هم نامعلوم دی.
چهارشنبه, 18 نوامبر , 2026
نړیوال بانک د کرنې د ښه حاصل له امله په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان د اقتصاد درې سلنه وده اټکلوي؛ خو د نفوس چټکه زیاتېدنه، د کار کمښت او د خوراکي توکو لوړې بیې به د خلکو پر ژوند فشار ډېر کړي. راپور د سختې خوراکي ناامنۍ او د اوبو د کمښت په اړه هم خبرداری ورکوي.
چهارشنبه, 18 نوامبر , 2026
راپورونه وايي، طالبان نیول شوي کسان په خپلسرو نیونو او جسمي او رواني شکنجو اعتراف ته اړ باسي، بیا یې ویډیوګانې د امنیتي لاستهراوړنو په توګه خپروي. د داد رحماني د مړینې په اړه د کورنۍ څرګندونې هم د شنونکو له خوا تر پوښتنې لاندې راغلې دي.
چهارشنبه, 18 نوامبر , 2026
د طالبانو مشر له مخالفانو غوښتي چې افغانستان ته راستانه شي او د حکومت په چارو کې ونډه واخلي. نوموړي ویلي، دندې به د وړتیا له مخې ورکول کېږي او د دولتي مقام غوښتل ګناه ده؛ هغه د وسلو پر ځای عادي ژوند ته د ستنېدو غوښتنه هم کړې ده.
چهارشنبه, 18 نوامبر , 2026
د ژمي له رارسېدو سره، د ملګرو ملتونو ۱۸ میلیونه ډالره نوې مرسته به له شاوخوا ۸۲۴ زره زیانمنو افغانانو سره د خوراک، روغتیا، سرپناه او پاکو اوبو په برابرولو کې ولګول شي. له ۳۰ میلیونه ډالرو نورو مرستو سره، افغانستان ته ځانګړې شوې بودجه ۴۸ میلیونو ډالرو ته رسېدلې ده.
چهارشنبه, 18 نوامبر , 2026
د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر انتوني بلینکن وايي، د افغانستان د جګړې پر مهال د اکمالاتي لارو لپاره پر پاکستان تکیې واشنګټن د دغه هېواد د پوځ پر سیاسي نفوذ له نیوکو راوګرځاوه. نوموړي په نوي ډیلي کې د امریکا او هند د اړیکو پر ستراتیژیک ارزښت ټینګار وکړ او د پاکستان په اړه یې د واشنګټن د سیاست د بیاارزونې غوښتنه وکړه.
سهشنبه, 17 نوامبر , 2026
د عامې روغتیا وزارت وايي، د شکر ناروغۍ پر وخت تشخیص او منظمې معاینې د خطرناکو عوارضو په مخنیوي کې مهم رول لري. روغتیايي مسوولان د پوهاوي ترڅنګ د خوړو او ژوند د طرز بدلون ته هم ټینګار کوي.
سهشنبه, 17 نوامبر , 2026
د امریکا د استازو جرګې غړي سم لیکاردو د افغانانو د شړلو د درولو او د لنډمهاله خونديتوب (TPS) په اړه د رایې لپاره عریضه وړاندې کړې. تر اوسه ۱۱۴ استازو ملاتړ ترې کړی او د رایې د جبري کولو لپاره د ۲۱۸ لاسلیکونو د راټولولو هڅې روانې دي؛ دا اقدام د شاوخوا ۱۵۰ افغانانو د بېرته لېږلو د راپورونو وروسته شوی دی.
سهشنبه, 17 نوامبر , 2026
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د ایکو په غونډه کې د افغانستان د امنیت او ثبات پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل چې ناحل شوې اختلافات اقتصادي او ترانزیټي همکارۍ زیانمنولای شي. کابل د غونډې له ګډون څخه د طالبانو د استازو د منع کېدو پرېکړه نیوکې کړې ده.
دوشنبه, 16 نوامبر , 2026
ذاکر جلالي د اکو د اسلاماباد غونډې ته د افغانستان د نه بلل کېدو پرېکړه د هېواد د سیمهییز رول د نادیدهګڼلو نښه بللې. هغه د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو پر ارزښت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې کابل به د اکو په راتلونکې غونډه کې فعاله ونډه واخلي.
دوشنبه, 16 نوامبر , 2026
فرانسې ته د طالبانو د څلورو استازو د نږدې سفر خبر په دغه هېواد کې د افغان پناه غوښتونکو اندېښنې زیاتې کړې دي. پاریس وايي خبرې به د ناقانونه مېشتو او امنیتي ګواښ بلل شویو کسانو د بېرته ستنولو پر بهیر متمرکزې وي؛ د بشري حقونو بنسټونو بیا له فرانسې غوښتي چې دا بهیر ودروي.
دوشنبه, 16 نوامبر , 2026
د راپورونو له مخې، د سنګتخت او بندر امنیه قوماندان د جومات د جوړولو لپاره د خلکو نږدې لس باروړونکي موټر لرګي راټول کړي، خو یوه برخه یې په خپل کور کې لګولې او پاتې یې پلورلي دي. دې پېښې د بېوزلو خلکو ناخوښي زیاته کړې او د طالبانو پر دیني ادعاوو یې باور زیانمن کړی دی.
دوشنبه, 16 نوامبر , 2026
تهران ته د ملا محمدناصر آخوند د سفر پر مهال دواړو لورو د افغان کرنیزو محصولاتو د صادراتو، د سرحدي ګمرکونو د ۲۴ ساعته فعالیت او د نویو ترانزیټي لارو پر جوړولو خبرې وکړې. ایران هم د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو په برخو کې له افغانستان سره د تخنیکي همکارۍ چمتووالی ښودلی دی.
دوشنبه, 16 نوامبر , 2026
د ترکمنستان چارواکي وايي د ټاپي نللیکې د غځولو چارې د هرات صنعتي ښارګوټي لوېدیځ ته رسېدلې او ټاکل شوې دا برخه د ۲۰۲۶ کال تر پایه فعاله شي. خو د پاکستان او هند پر لور د پروژې د غځولو برخلیک لا هم نامعلوم دی.
یکشنبه, 15 نوامبر , 2026
په تهران کې د ملا محمدناصر آخوند او د ایران د کرنې وزیر غلامرضا نوري قزلجه په لیدنه کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو زیاتولو، د ګمرکونو د شبانهروزي فعالیت او د سوداګرو د ستونزو د هواري لارې چارې وڅېړل شوې. ایراني لوري د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د تخنیکي همکاریو چمتووالی هم څرګند کړ.
یکشنبه, 15 نوامبر , 2026