برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۴ دی , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

افغانستان کې د برتانیې د جنایتونو په اړه څیړنه

د بريتانيا د پوځ مشر افغانستان کې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو د جنګي جنايتونو د خپلواکې څېړنې ملاتړ اعلان کړ.


د برتانیې د پوځ مشر جنرال سر پاټریک سانډرز په افغانستان کې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو له خوا د جنګي جرمونو د ادعاوو په اړه د خپلواکو څېړنو ملاتړ اعلان کړ.

په لندن کې میشته یوه بریتانوي څیړنیزه موسسه چې “د وسله وال تاوتریخوالی پر وړاندې اقدام” نومیږي راپور ورکړی چې سانډرز د پوځي پرسونل او پخوانیو سرتیرو ته په یوه لیک کې د دې مسلې په اړه د څیړنې پر اهمیت ټینګار کړی.

په دغه لیک کې د بریتانیا د پوځ مشر د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو له خوا د غیر قانوني وژنو په اړه د بشپړې او خپلواکې څېړنې ملاتړ کړی دی.

د برتانیا پوځي چارواکو له هغو کسانو څخه چې د قضیې په اړه پوهه لري، د ډیموکراتیکو ارزښتونو او د قانون حاکمیت ته په ګوته کولو سره چې پوځ یې ملاتړ کوي، د همکارۍ غوښتنه وکړه.

په همدې حال کې د برتانیې ځانګړي ځواکونه په افغانستان کې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ د خپل ماموریت پر مهال له کوم دلیل پرته لږ تر لږه ۸۰ ملکي وګړي وژلي دي.

سنډرز د “افغانستان د تحقیقاتو د ځواب ویونکي مدیر” تر نامه لاندې یو نوی مقام جوړ کړی چې په دې قضیه کې د تحقیقاتو بهیر ډاډمن کړي او راتلونکې میاشت (جنوري 2024) به دا مسؤولیت الیکس ټیلر سي بي ته وسپاري، چې دا مهال د برتانیا د اردو د حقوقي خدماتو رییس په توګه دنده ترسره کوي.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي