برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۴ خرداد , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

افغانان د استرالیا له پوځیانو څخه د تاوان غوښتنه کوي

آریانانیوز: په ارزګان کې د استرالیايي ځواکونو د برید د قربانیانو کورنیو د تاوان غوښتنه وکړه.


د اروزګان ولايت د ترينکوټ ښار يو شمېر اوسېدونکو چې خپلوان يې د اسټراليايي ځواکونو په هوايي بريدونو کې وژل شوي، د تاوان غوښتنه کوي.

د دوی په وینا په ۲۰۱۰ کال کې د کیکراګ ترینکوټ په سیمه کې د استرالیايي ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې ۶۰ تنه وژل شوي او ۵۹ نور ټپیان شوي وو.

په وژل شوو کې ٢٢ نارينه، ١٦ ښځې او ٢٢ ماشومان شامل دي او په دې عملياتو کې ٢٠ نارينه، ١٨ ښځې او ٢١ ماشومان ټپيان شوي دي.

اوس د قربانیانو کورنیو له نړیوالو محکمو څخه د عدالت او تاوان غوښتنه کړې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي