برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۸ اسفند , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د بښنې نړیوال سازمان: طالبان باید اعدامونه ودروي

د بښنې نړیوال سازمان په عام محضر کې د طالبانو د اعدام په اړه غبرګون ښودلی دی.


یوه ورځ وروسته له هغه چې طالبانو په غزني کې یو پلار او زوی اعدام کړل، د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې دغه ډله باید ټول اعدامونه ودروي.

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د سیمه ییزې ادارې سرپرستې لیویا ساکاردي په افغانستان کې د دوو کسانو د اعدام په غبرګون کې وویل: موږ د ژوند د حق څخه د سرغړونې په توګه د ټولو اعدامونو سره مخالفت یو. طالبان په مکرر ډول دا په عام محضر کې عملي کوي، چې د زغم وړ نه دی. دا د کار د انساني کرامت ته سخت سپکاوی دی او همدارنګه د نړیوالو قوانینو او معیارونو څخه سرغړونه ده.

دغه سازمان له طالبانو هم غوښتي چې د اعدام تر څنګ دې نورې ظالمانه، غیر انساني او سپکوونکي سزاګانې هم لغوه کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان په اعلامیه کې راغلي: عام اعدامونه د اعدام د مجازات ذاتي ظلم زیاتوي او یوازې په قرباني باندې غیر انساني اغیزه کولی شي او د اعدام په شاهدانو باندې وحشیانه اغیزه لري.

په ورته وخت کې دغه سازمان د طالبانو په واکمنۍ کې عادلانه محاکمې ته د خلکو د لاسرسي نشتوالى د اندېښنې وړ بولي.

لیویا ساکاردي له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو وغوښتل چې پر طالبانو د بشري حقونو د ښکاره سرغړونې له امله فشار راوړي.

په همدې حال کې د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ چې دغې ډلې په غزني کې د قتل په جرم دوه کسان قصاص کړی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي