برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۳۱ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

له عربستان او اماراتو دنوی تسلیحاتی معاملې سره د آمریکا دسنا مخالفت

آریانانیوز: د امریکا ولسمشر ټرمپ تل د اسیا په لویدیځ کې د واشنګټن عربو متحدانو په تیره بیا عربستان او اماراتو ته ځانګړې پام درلودلی او د دیرو وسلو په خرڅولو سره یې له هغو په ګټه پورته کولو ټینګار کړی دی .



د ټرمپ حکومت د ملی بیړنی حالت په اعلانولو سره د کانګرس له تاییده پرته په عربستان ، اماراتو او اردن څه د پاسه اته میلیارډ ډالرو وسلې خرڅې کړی دی . دا مسله د کانګرس د غړیو له سخت مخالفت او د دغو تسلیحاتی معاملو د لغوه کولو لپاره د هغو له هڅو سره مخامخ شوی دی . په دې لړ کې د جمهوری غواړو په اکثریت سره سنا د جون په ۲۰ هغه طرحه چی په عربستان او اماراتو د وسلو د خرڅولو لپاره له ځانګړو اختیاراتو د استفادې په لړ کی د ټرمپ د پروګرام د لغوه کولو غوښتنه کوی ، تصویب کړه .
د رابرټ منندز او لینډسی ګراهم په مشرۍ دوه ګوندی ډلې په عربی هیوادونو د دغو وسلو له خرڅولو سره په مخالفت کې ۲۲ پریکړه لیکونه وړاندی کړل . په دغو کې هر یو پریکړه لیک د هغه یوه تړون د باطلولو لپاره دې چی د امریکا حکومت د بیړنی وضعیت د اعلان په اساس په عربستان او اماراتو د وسلو د خرڅولو لپاره صادر کړی دی .
سناتورانو له څو اونیو خبرو اترو وروسته موافقه وکړه چی د دغو درستو پریکړه لیکونو د تصویبولو لپاره یوازې درې غونډې ترسره کړی . د سنا د زیارت ورځې د رای اچونې په غونډه کی په عربستان ، اماراتو او نورو هیوادونو د وسلو د خرڅولو د بندیز ۲۲ پریکړه لیکونه تصویب کړل .
د سنا غړیو هم ډیموکراټانو اوهم جمهوری غواړو په عین حال کی په خپلو رایو سره په ملی امنیت پورې اړونده له فیصلو د کانګرس د څنګته کولو لپاره د ټرمپ حکومت له هڅې خپل خپګان څرګند کړ .
مهم ټکی دا دې چی د ټرمپ دغه فیصله د امریکا د دواړو ګوندونو د استازیو له غبرګون سره مخامخ شوی ده .
جمهوری غواړی سناتور لینډسی ګراهم د جمال خاشقچی په وژله کې د عربستان د ولیعهد بن سلمان نه انکاریدونکی رول ته په اشارې سره وویل په داسې حال کی چی زه عربستان خپل سټراټیجیک متحد بولم ، خو د بن سلمان په کړچار هم باید سترګې پټې نشی .
ټاکل شوی ده د امریکا پارلیمان هم چی د ډیموکراټانو په اختیار کې دې ، دې ته ورته مسودې تصویب کړی . د کانګرس استازی د یمن په جنګ کې د ملکیانو پرضد د دغو وسلو له کارولو اندیښمن دی او د جمال خاشقچید قتل په شمول په عربستان کی د بشری حقوقو په وضعیت نیوکه لری .
سپینې ماڼۍ د سنا د رای په غبرګون کی په یوه بیا نیه کی ویلی دی چی په عربستان او اماراتو د دغووسلو د خرڅولو بندیز دا پیغام ورکوی چی امریکا خپل متحدان په داسې شرایطو کی چی هغو پرضد ګواښونه زیات شوی دی ، یوازې پریږدی .
په زیات احتمال ټرمپ به دغه مسودې وټو کړی . د ټرمپ سیاست تل له عربستانه ملاتړ دی ځکه چی سعودیان د واشنګټن لپاره په سیمه کی یو سټراټیجیک او اقتصادی شریک او له امریکا د وسلو یو تر ټولو ستر اخیستونکې بلل کیږی . امارات هم د واشنګټن مهم سیمه ایز شریک دې او هر کال له امریکا ډیرې وسلې اخلی .
له دې امله د ټرمپ حکومت دې ته ګروهنه نلری چی له عربستان او اماراتو سره د خپلو اړیکو سویه کمه کړی . په عین حال کی ټرمپ په ځلونو د سعودی رژیم په سپکاوی سره عربستان یوه شودو ورکونکی غوا بللی ده او په همدې دلیل په خپل لومړنی بهرنی سفر کی ریاض ته ولاړ او له سعودی رژیم سره یې د ۱۱۰ میلیارډ ډالرو په ارزښت تسلیحاتی تړونونو لاسلیک کړل .
دا په داسې حال کی دی چی په انګلستان کی هم دې ته ورته بهیر وجود لری او په لندن کی یوې محکمې د یوه حکم په صادرولو سره د دغه هیواد د حکومت لخوا په عربستان د وسلو خرڅول غیر قانونی بللی دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي