برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۵ دی , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د تورخم په پوله کې امريکايي وسلې کشف شوې

د پاکستان سرحدي چارواکو اعلان وکړ چې له افغانستان څخه یې دغه هېواد ته د امریکايي جوړو شویو وسلو د قاچاق مخه نیولې ده.


پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد سرحدي چارواکو د تورخم له لارې له امریکايي وسلو ډک یو موټر چې غوښتل یې له افغانستان څخه پاکستان ته داخل شي، نیولی دی.

د معلوماتو له مخې په ترلاسه شویو وسلو کې ایم ۴، کلاشینکوف، د شپې لید کمرې او یوه اندازه مهمات شامل دي.

د نيول شويو وسلو د شمېر په اړه نور جزئيات نه دي ورکړل شوي.

ای‌آر‌ وای‌ نیوز راپور ورکړی چې وسلې د پیازو په بوجۍ کې ځای پر ځای شوې وې.

دغې پاکستانۍ رسنۍ د دغه هېواد د چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې د دغه موټر چلوونکی د وسلو د قاچاق په تور نیول شوی دی.

تر اوسه طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې اسلام اباد ادعا کړې وه، چې پاکستاني جنګیالیو د امریکا له پرمختللو وسلو په استفادې د پاکستان د پوځ پر هوايي اډې برید کړی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي