برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۶ دی , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

امریکا کې درې افغان پیلوټان ووژل شول

د امریکا د ترانسپورت او خوندیتوب مرکزي دفتر د دې الوتکې د غورځېدو لامل اعلان کړ چې د افغان پوځ درې پیلوټان په کې سپاره وو.


امریکايي رسنیو د دغه هېواد د ټرانسپورټي خوندیتوب د مرکزي دفتر په حواله ویلي چې د اورګون په ایالت کې د افغانستان د هوايي ځواک درې پخواني پیلوټان په‌کې سپاره د الوتکې د غورځېدو لامل د الوتکې د ښوونکي د مشورې له پامه غورځول وو.

د دغه راپور له مخې، د الوتنې ښوونکي له دوی وغوښتل چې د خرابې هوا له امله الوتکه په یوه کوچني میدان کې کښېنوي، مګر دوی دې مشورې ته پام ونه کړ.

دغه درې افغان پیلوټان په ۲۵ قوس کې د ازموينې الوتنې پر مهال مړه شول.

وژل شوي افغان پيلوټان محمد حسين موسوي، محمد بشير صفدري او عليجان فردوسي نومونه لري.

دغه درې کسان د تېر حکومت تر نسکورېدو وروسته امریکا ته تللي او په بیورټن کې یې د افغان ملاتړ له شبکې سره کار کاوه.

د خپرو شویو راپورونو له مخې، د افغانستان دولتي پوځ په ۱۴۰۰ میلادي کال کې شاوخوا ۶ زره او ۸۰۰ هوايي ځواکونه درلودل.

د دغه پوځ زياتره پيلوټان او انجنيران د طالبانو له خوا د ژوند د ګواښ له امله له افغانستانه وتلي دي.

يو شمېر يې امريکايي او اروپايي هېوادونو ته رسېدلي او ځينې نور يې د افغانستان په ګاونډيو هېوادونو کې په بې برخلیکه ژوند تېروي.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي