برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۸ دی , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د غزې د جګړې په اړه د بایډن له پالیسیو نارضایتي مخ په ډیریدو ده

د یوې نوې نظر پوښتنې پایلې ښيي چې ۶۱ سلنه امریکایان د غزې د جګړې په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن تګلارې نه مني.


د هیل ویب پاڼې د راپور ، سي بي اس نیوز شبکې او د یوګاو د رای ورکولو انسټیټیوټ د ګډې سروې له مخې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوه، ۳۹ سلنه پوښتل شویو کسانو ویلي چې دوی د دې جګړې په اړه د بایډن تګلارې تاییدوي.

نظرپوښتنه ښیې چې د جګړې په وړاندې د بایډن له کړنو څخه نا رضایتي مخ په ډیریدو دی. بله نظرپوښتنه چې د اکتوبر په میاشت کې ترسره شوې ښيي چې ۵۶ سلنه امریکایان د بایډن له چلند څخه ناراضه دي، خو ۴۴ سلنه یې ویلي چې دوی د غزې په جګړه کې د هغه کارکردګي موافق دي.

د هیل په وینا، د نوې ټولپوښتنې پایلې په داسې حال کې راځي چې بایډن او د سپینې ماڼۍ نورو مشرانو له اسراییلو څخه ډیرې غوښتنې کړې چې په غزه کې د ملکي وګړو وژنه کمه کړي.

خو بایډن تل له صهیونیسټ رژیم څخه دفاع کړې ده او ادعا یې کړې ده چې دغه رژیم له ځانه د دفاع حق لري .

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه د فلسطیني مقاومت ډلو له غزې (جنوبي فلسطین) څخه د نیواکګر قدس رژیم د پوستو پر ضد د «الاقصی طوفان» په نوم یو ناڅاپي عملیات ترسره کړل. دغه رژیم د خپلې ناکامۍ د غچ اخیستلو او د مقاومت د ډلو د عملیاتو د بندولو لپاره د غزې په تړانګه کښې ټولې لارې وتړلې او په سیمه یې بمباری پیل کړه.

د غزې د روغتیا وزارت په یوه بیان کې اعلان وکړ چې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۱۷ زره ۹۹۷ تنو ته رسیدلی دی. د ټپيانو شمېر ۴۹ زره ۲۲۹ تنه دی.

په غزې تړانګه کې دفلسطین دحکومت اطلاعاتو دفتر په یوې بیانیې کښې له اړوندو نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې په غزې تړانګه کښې له روغتیایی مرکزونو دملاتړ په زمینه کښې خپلې دندې ترسره کړی .

دغې ادارې د اړینو بشري مرستو د رسولو لپاره د رفح لارې د بشپړ خلاصولو غوښتنه هم کړې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي