برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۱ اسفند , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د امریکایانو د جنایتونو په وړاندې د طالبانو افشاګری

د افغانستان ملي تلویزیون د امریکا د جنایتونو په اړه د مستند فلم د بشپړیدو اعلان وکړ.


د افغانستان ملي ټلویزیون اعلان وکړ، چې د امریکايي پوځیانو د جنایتونو په اړه د «ګرمسیر» مستند فلم د جوړولو کار بشپړ شوی دی.

تر دې مخکې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال عتیق الله عزیزي په یوه کنفرانس کې د امریکايي پوځیانو د جنایتونو د راټولولو او مستند کولو هڅې اعلان کړې وې.

د ۲۰۲۱ کال په سپتمبر کې، د نړیوالو عامه افکارو د فشارونو او د رسنیو د دوو تحقيقاتو په منځ کې چې قوي شواهد یې وړاندې کړل، د متحده ایالاتو پوځ خپله لاره بدله کړه او ومنله چې په افغانستان کې وژونکی برید یوه “غمجنه تېروتنه” وه.

دا برید د اګست په پای کې وشو او د ګڼو افغانانو د وژل کېدو لامل شو.

د افغانستان په شل کلنه جګړه کې امریکا په دغه هېواد کې ډېر جنګي جنایتونه کړي، خو واشنګټن او پنټاګون معمولاً دا نه مني او د حقیقت د پټولو هڅه کوي.

واشنګټن هم د دغو جنایتونو د عاملینو پر وړاندې ډال جوړ کړی او له دغو کسانو سره په نرمۍ چلند کوي. دا کار حتی هغه وخت ترسره کیږي چې د دې خلکو په وړاندې خورا کره او قوي شواهد موجود وي.

امریکا په افغانستان کې د دې هېواد د جنګي جرمونو د څېړلو لپاره د جرمونو پر نړیوالې محکمې (ICC) هم بندیزونه لګولي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي