برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۵ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د قطر د امير د نيوکو دوام د سعودي عربستان په مداخلت پالنې کی

آریانانیوز: د قطر امير اېټاليا ته په سفر او د دغه هېواد له ولسمشر سره کتنه کښې د قطر په کورنيو چارو کښې د سعودي او اماراتو مداخلتونو ته يو ځل بيا په اشارې سره د دغه هېواد په کورنيو چارو کښې د رياض نه مداخلت د فارس خليج د ملګرتيا د شورا په دننه کښې د اختلافاتو د ختمولو يوازېنۍ لار بللې ده.
قطر د اماراتو او بحرين په شان هېوادونو په اپوټه به بهرني سياست کښې په خپلواکۍ په تېره بيا له سعودي څخه په خپلواکۍ تاکيد لري. دا په داسې حال کښې دي چې سعودي د قطر په شان وړو هېوادونو سره په رابطه کښې هغوي ته د مشر ورور په نظر سره ګوري او د دغو هېوادونو په کورنيو چارو او سياستونو کښې مداخلت کوي. د سعودي له مداخلت پالنې سره د قطر د خپلواکۍ تقابل د دواړو هېوادونو په تعلقاتو کښې د تاوتريخوالي د رامنځته کېدو او د ۲۰۱۷ کال له جون څخه د هغوي د تعلقاتو د پرې کېدو سبب شوے دے او بحرين او اماراتو دواړو هېوادونو هم د رياض د سياست په پېروۍ سره له دوحې سره خپل تعلقات ختم کړل.
دغه تاوتريخوالے د سعودي په تاوان تمام شوے دے ځکه چې له يوې خوا په خپلواکۍ او خپل حاکميت باندې د قطر د تاکيدونو په دوام سره د سعودي د مشرۍ ادعا له مشکل سره مخامخ شوې ده او له بلې خوا د قطر د چلند دغه بېلګه نورو عربو هېوادونو ته هم سرايت کولې شي او دغه هېوادونه هم د سعودي په وړاندې خپلواکۍ ته مخه کولې شي، لکه د کويت حکومت هم تر ډېر حده پورې دغه شان يوه تګلاره غوره کړې ده.
د قطر حکومت له سعودي سره د دغه تاوتريخوالي ګټونکے دے ځکه چې وړومبے دا چې دا خبره يې ثابته کړه چې له سعودي سره د خپلې خپلواکۍ په باره کښې به سازباز او معامله ونکړي او حتی د سعودي او د هغه د انډيوالانو لخوا د بائيکاټونو باوجود په بهرني سياست کښې په خپلواکۍ او د خپل حاکميت په احترام تاکيد لري، دويمه دا چې له مختلفو مسائلو څخه له دغه تاوتريخوالي څخه د ځان د ژغورلو او د خپل مقام د مضبوطولو لپاره د يو فرصت په توګه استفاده کوي. په همدې لړ کښې د قطر حکومت د سعودي لپاره د خاشقجي د قتل د لانجې له ګټونکو څخه بلل کېدې شي، ځکه چې له يوې خوا دغه لانجه د قطر د محاصرې په شمول په کورني او بهرني سياست کښې د سعودي د غېر عقلاني چلندونو د په ډاګه کېدو سبب شوې ده او له بلې خوا د دوحې د محاصرې په ختمولو کښې تردباو لاندې د سعودي د راوستلو لپاره د خاشقجي له قتل څخه د ترکيې د استفادې سبب شوې ده.
په همدې لړ کښې د قطر د خارجه وزارت وياندې مېرمن لولوه الخاطر د خاشقجي د قتل په ردعمل کښې د دې په بيانولو سره چې هيله لري د خاشقجي قتل د ټولو لپاره د خطر ټالۍ وي، وويل، د قطر په هغو تحقيقاتو باندې چې ترکيه يې ترسره کوي اطمينان لري. په حقيقت کښې د قطر د خارجه وزارت وياندې په دې ردعمل سره له يوې خوا عامه افکار د سعودي د جنايتونو لوري ته هڅولي او له بلې خوا يې د سعودي په مقابل کښې د ترکيې له تګلارې څخه ملاتړ کړے دے او يو ډول يې وښودله چې هم هغه شان به د رياض د پالېسيو په مقابل کښې مقاومت ته دوام ورکوي.
دا ويلې شوو چې د سعودي د امنيتي ځواکونو په لاسو د خاشقجي قتل د سعودي په مقابل کښې د قطر دريځ مضبوط کړے دے. په دې موضوع باندې د شېخ تميم پرېکنده تاکيد چې د فارس خليج د ملګرتيا په شورا کښې د تاوتريخوالي د کمولو يا ختمولو شرط د قطر په کورنيو چارو کښې د سعودي نه مداخلت او د دوحې د حاکميت احترام دے هم له مشکل سره د سعوي د سياستونو د مخامخ کولو لپاره د يو فرصت په توګه له دغه جنايت څخه د قطر د ګټې اوچتولو ښودنه کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي