برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۰ خرداد , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

انصارالله په سعودي عربستان کې د دریو ځوانانو اعدام وغندل

آریانانیوز: د یمن د انصارالله غورځنګ سیاسی دفتر په یوه بیانیه کښې په القطیف کښې د دریو ځوانانو په اعدامولو کښې د سعودی عربستان اقدام غندلی دی.


د انصارالله غورځنګ په بیانیه کښې راغلی دی چې سعودی رژیم د دغه جنایت مسوول دی.
انصارالله همدارنګ د دغو دريو ځوانانو د اعدام په وړاندې د نړيوالې ټولنې او د بشري حقوقو د ادارو خاموشي وغندله.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت په دې وروستیو کښې د دغه هیواد په ختیځ کښې د قطیف ښار د دریو ځوانانو د اعدامولو خبر ورکړ.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت ادعا کوي، د قطیف دغه درې ځوانان له دغه هېواده بهر په یوه بیرک کې د وسلو او بمونو جوړولو په روزنه او د سعودي عربستان له یوې مخالفې ډلې سره د تړاو په تور نیول شوي، خو د سعودي عربستان د مخالفو سرچینو په خبره دلیل یې خالص سیاسي ګڼل کیږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي