برخه -څانګه : sport, world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۵ فروردین , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

سعودي عربستان هڅه کوي چې د رونالډو او میسي په مرسته د نړیوال جام کوربه توب وکړي

آریانانیوز: سعودي عربستان هڅه کوي چې د نړۍ د فوټبال ستورو په مرسته د ۲۰۳۰ نړیوال جام کوربه توب ترلاسه کړي.


سعودي عربستان هیله من دی چې د کریسټیانو رونالډو او لیونل میسي په مرسته د ۲۰۳۰ کال د نړیوال جام کوربه توب ترلاسه کړي.

په کاتالونیا کې ال موندو دپورتیوو ورځپاڼه لیکي چې ریاض به په النصره لوبډله کې د رونالډو له شتون څخه ډیره ګټه پورته کړي او همدارنګه میسي چې د سعودي عربستان د ګرځندوی سازمان سفیر دی تر څو د نړۍ پام دې هېواد ته واړوي او د ۲۰۲۳۰ کال د نړیوال جام کوربه توب ترلاسه کړي.

هسپانوي رسنیو لیکلي چې رونالډو او میسي په ګډه په انسټاګرام کې نږدې یو ملیارد پیروان لري او دا ناشونې نه ده چې دوی به په راتلونکي فصل کې د ریال ماډریډ او بارسلونا له دورې وروسته دا ځل د سعودي لیګ کې له یو بل سره مخ شي.

په دې توګه، د النصر ستر سیال الهلال هڅه کوي چې میسي د رونالډو په پرتله لوړ پیسې او د 220 ملیون یورو کلني معاش سره لاسلیک کړي. رونالډو ته به په النصر کې ۲۰۰ میلیونه یورو ورکړل شي.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي