برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۱ دی , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د یو شمېر یمني چارواکو په وژنه کې د سعودي د استخباراتو د سازمان د رول افشا

آریانانیوز: د یمن امنیتي چارواکو د یو شمیر یمني چارواکو او شخصیتونو په ترور کې د سعودي د استخباراتو سازمان د رول په اړه یو فلم تهیه کړی دی.


د یمن امنیتي چارواکو په یمن کې د سعودي عربستان د استخباراتو د کړنو او د یو شمیر یمني چارواکو او شخصیتونو په وژنه کې د هغوی د رول په اړه یو فلم تهیه کړی چې په دغو قتلونو کې د سعودي د استخباراتي سازمان رول په ډاګه کوي.

د صنعا چارواکو د “امنیتي ځواکونو په منګولو کې” تر سرلیک لاندې یو فلم خپور کړ چې د یو شمېر یمني مشرانو او چارواکو په ترور کې او د دغه هېواد په مختلفو ښارونو کښې د ناامنۍ او بې ثباتۍ په رامنځته کولو کښې د سعودي عربستان د رول په اړه تفصیلات بیانوي.

د صنعا د حکومت امنیتي رسنیو له دغه فلم څخه ځینې صحنې خپرې کړي چې په هغه کې د سعودي د استخباراتو د پروګرامونو په وړاندې د یمن د امنیتي ارګانونو یو له خورا مهمو امنیتي تدابیرو څخه جزئیات وړاندې شوی دی.

دا فلم په صنعا کې د یمن د سپورت او ځوانانو د وزیر حسن زید د وژنې په اړه نوي او مهم معلومات لري چې په ۲۰۲۰ کال کې وشو. دغه فلم د یو شمیر هغو کسانو د وژل کیدو په اړه هم خبرې کوي چې په یمن کې د تیري سره مخالف دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي