برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۵ اسفند , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

سعودي عربستان ته د سپکاوي په تور یو کویتی فعال په درې کاله بند محکوم شو

آریانانیوز: د کویت د استیناف محکمې د دغه هېواد یو تبعه او د ټولنیزو رسنیو یو فعال سعودي عربستان ته د سپکاوي په تور په درې کاله بند محکوم کړ.


د «الخلیج انلاین» وېبپاڼې د راپور له مخې، دا لومړی ځل نه دی، چې په کویت کې دا ډول مجازات صادرېږي، له دې وړاندې هم په تېرو پنځو کلونو کې ګڼ شمېر ورته سزاوې ورکړل شوې دي.

د کویت لوی څارنوالۍ تورن کسان د ټولنیزو شبکو له لارې د ورور هیواد پر ضد د دښمنۍ په ترسره کولو او له دغو هیوادونو سره د کویت د اړیکو د خرابولو تور لګولی دی.

د «الخلیج انلاین» وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، دا لومړی ځل نه دی چې په کویت کې دا ډول سزا ورکول کېږي، په تېرو پنځو کلونو کې ورته ګڼ شمېر سزاګانې ورکړل شوې دي.

شریک یي کړئ!