برخه -څانګه : sport, world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۲ خرداد , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د رونالډو له لارې د سعودي عربستان ۳۰۰ میلیارده عاید!

آریانانیوز: د سعودي عربستان النصر کلب د پرتګالي سوپر سټار له لارې ډېرې پیسې ګټلې دي.


د النصر فوټبال لوبډله د پرتګال سوپر سټار کریسټیانو رونالډو د حضور له امله د جاپان دوستانه سیالیو ته بلل شوې ده. النصر به په دغو دوستانه سیالیو کې د پاریس سینټ جرمن، انټر میلان او یوې جاپاني لوبډلې سره مخامخ شي.

د سعودي “الریاضیه” مجلې د راپور له مخې، النصر کلب په دغه دوستانه ټورنمنټ کې د ګډون لپاره د ټورنمنټ له سپانسر څخه شپږ میلیونه یورو ترلاسه کوي.

دوستانه سیالۍ د نوي فصل څخه دمخه په هیوادونو کې د بیلابیلو سپانسرانو سره ترسره کیږي. بارسلونا تیره اونۍ جاپان ته لاړه او د اینیستا د ټیم ملګرو سره یې لوبه وکړه.

د سعودي په ټیم کې د رونالډو شتون ډیری سپانسران د النصر کلب سره د تړون لاسلیک کولو ته لیواله کړي دي.
د نړۍ د غوره لوبغاړي لپاره د 5 سرو زرو توپونو لرونکی هر کال له سعودي عربستان څخه 200 ملیون یورو ترلاسه کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي