برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۶ آبان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

ابوبکر بغدادی وژل شو

آریانانیوز: د امریکا د دفاع وزارت پینټاګان یوه چارواکی وویل د داعش ترهګرې ډلې مشر ابوبکر بغدادی دسوریې په شمال لویدیځ کښې په پټو عملیاتو کښې وژل شوی دی
د امریکا نیوز ویک اونیزۍ د خپل هیواد د دفاع وزارت پینټاګان د یوه لوړ رتبه چارواکی په قول نن وویل د داعش ترهګرې ډلې مشر ابوبکر بغدادی پرون د سوریې په شمال لویدیځ کښې په ادلب ولایت کښې د واشنگـن د پوځ د هیلی کوپټرونو په پټو عملیاتو کښې وژل شوی خو نور تحقیقات روان دی .
نیوزویک اونیزۍ په عین حال کښې وویل امریکا په تیرو څو کلونو کښې د ابوبکر بغدادی پرضد پټ عملیات کړی دی .
د ابوبکر بغدادی د وژلې د خبر له خپریدا وروسته د امریکا ولسمشر ټرمپ په یوه ټویټر پیغام کښې وویل یوه ستره پیښه رامینځته شوی ده .
ابوبکر بغدادی یوځل په ۲۰۱۴ میلادی کال کښې د عراق په موصل کښې له خپل پټنځاې څخه راووت او هغه خپل اخری غږیز پیغام یې د روان میلادی کال په اګست میاشت کښې خپور کړی وو .
د ابوبکر بغدادی په مشرۍ داعش وهابی صهیونیسټی تکفیری ترهګرې ډلې په تیرو څو کلونو کښې د امریکا د سعودی عربستان د صهیونیسټ رژیم او د ځینو نورو عربو او اروپایی هیوادونو په مالی او پوځی ملاتړونو سره د عراق او دسوریې پراخې سیمې ونیولې او د خلکو پرضد یې زیات جنایتونه او ظلمونه وکړل او په لسګونو زره بې ګناه کسان یې ووژل .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي