برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, 24 ژانویه , 2021 لنډ لینک :

په کورونا کې د اخته فلسطیني بندیانو شمیر ۲۶۵ ته ورسید

آریانانیوز: د فلسطین الاسیر کلب د کورونا ویروس باندې د اخته فلسطیني بندیانو په شمیر کې د زیاتوالي خبرداری ورکړ...


اژانس په یوه بیان کې ویلي چې ۱۵ نور فلسطیني بندیان د اسرایل په ریمونډ زندان کې په کورونا اخته شوي دی.

د العهد نیوز سنټر د بیان په حواله راپور ورکړی چې د دې ۱۵ خلکو په پام کې نیولو سره ، د کورونا سره اخته شوي بندیانو شمیر د جنوري ۱۱ څخه تر نن ورځې ۵۳ ته لوړ شوی.

د دې ادارې په وینا ، د کورونا ویروس خپریدو راهیسې تر ۲۶۵ ډیر فلسطینی بندیان د صهیونیسټانو په زندانونو کې ککړ شوي دي.

د الاسیر په وینا ، د محبس د ټولو برخو تصادفي نمونې وروسته ، د ناروغانو دا شمیر پیژندل شوی چې د ناورین ښکارندویي کوي.

دا کلب د نړیوال روغتیا سازمان او د سره صلیب نړیوالې کمیټې څخه غوښتنه وکړه چې سمدستي مداخله وکړي او ناروغه او زاړه بندیان خوشې کړي.

شریک یي کړئ!

نوی خبرونه