برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۲ بهمن , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

متقي: موږ د اسراییلو له جنایتونو ډېر اندېښمن یو

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د فلسطینیانو د نسل وژنې مخه ونیسي.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند امیرخان متقي په یوه خبري کنفرانس کې وویل: نن سبا زمونږ په ګډه سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم لخوا د فلسطین د بې ګناه او بې دفاع خلکو په خلاف ظلمونه او جنایتونه د افسوس وړ او زمونږ د جدي اندیښنې سبب شوي دي.

هغه زیاته کړه: زه یو ځل بیا دغه جنایتونه په کلکه غندم او له نړیوالې ټولنې څخه غواړم چې په ګډه د فلسطین د مظلومو خلکو د دغه وحشیانه ظلمونو او نسل وژنې مخه ونیسی او د فلسطین د خلکو حقونه تامین کړی.

له دې مخکې هم په ایران کښې د فلسطین د لوړ رتبه سیاسی مشورتی کنفرانس په غونډه کښې متقی ټینګار وکړ چې د افغانستان واکمنه اداره د فلسطین د ملت مبارزه د شرعي معیارونو او نړیوالو قوانینو له مخې یوه مشروع او قانوني مسئله ګڼي.

هغه له اسلامي هېوادونو هم وغوښتل چې د فلسطين د مسئلې د دايمي او عادلانه حل او د فلسطين په تاريخي خاوره کې د دغه هېواد د حکومت د جوړېدو لپاره خپلو ګډو هڅو ته دوام ورکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي