برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۴ آبان , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

طالبان: د فلسطین د مشروع حق ملاتړ کوو

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د فلسطیني مقاومت د الاقصی طوفان له عملیاتو خپل ملاتړ اعلان کړ.


د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند حافظ ضیا احمد د یوې اعلامیې په خپرولو سره د بیت المقدس د اشغال په وړاندې د فلسطیني مقاومت له عملیاتو څخه خپل ملاتړ اعلان کړی او ویلي یې دي چې موږ د خپلې خاورې او سپېڅلو ځایونو د ازادۍ لپاره د فلسطین د خلکو هر ډول دفاع او مقاومت د دوی مشروع حق ګڼو.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي:
مونږ د غزې په تړانګه کښې وروستۍ پیښې په دقت سره څارو او د دغه شان پیښو رامینځته کیدل د صهیونیسټانو لخوا د فلسطین د مظلوم ملت د حقوقو د نقض او د مسلمانانو د مقدسو ځایونو د پرله پسې سپکاوی او بې احترامۍ نتیجه ګڼو.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، موږ د فلسطین په تاریخي خاوره کې د یوه خپلواک دولت د لرلو لپاره د فلسطین د خلکو د مشروع، تاریخي او قانوني حق ملاتړ کوو.

په دې اعلاميه کې د اسلامي هېوادونو، د اسلامي همکاريو د سازمان، نړيوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د سيمې له نفوذ لرونکو هېوادونو څخه هم راغلي دي.
موږ له هغوی څخه غوښتنه کوو چې د فلسطین د بې ګناه خلکو په وړاندې د اسرائیلي نیواکګرو ځواکونو تاوتريخوالي مخه ونیسي او د فلسطین د مشروع حقونو د ورکړې پر بنسټ د فلسطین د مسئلې د حل لپاره کار پیل کړي.

باید وویل شي، چې فلسطیني ځواکونو په اشغال شویو سیمو کې د الاقصی طوفان په نوم پراخ عملیات پیل کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي