برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۵ آذر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

حقاني: د فلسطین له خلکو سره مرسته د افغانانو لوی ویاړ دی

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د اسلامي نړۍ د علماوو له یوه لوړ پوړي پلاوي سره وکتل.


د کورنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د اسلامي نړۍ د علماوو له لوړ پوړي پلاوي سره په کتنه کې وویل، د فلسطین د مقاومت په پایله کې به د دغه هېواد خاوره د اشغالګرو له منګولو ازاده شي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست هم ټینګار وکړ چې د فلسطین له خلکو سره مرسته د افغانانو لوی ویاړ دی.

حقاني زیاته کړه چې د یرغلګرو پر وړاندې د افغانانو مبارزې دا ثابته کړه چې هر بریدګر چې په هر ډول وسلو سمبال وي د ایمان په وړاندې مقاومت نشي کولای.

حقاني دا هم ویلي، چې موږ د فلسطیني ولس درد احساسوو او د یهودي نیواکګرو له ظالمانه او ناحقه کړنو ځوریږو.

په دې کتنه کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست وویل چې د جهاد په برکت، له سختیو وروسته او د الله تعالی په مرسته افغانانو د الله تعالی په توکل او د مجاهدینو د بې شمېره قربانیو په برکت خپله ازادي ترلاسه کړه.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست دې ته په اشارې سره چې په تېرو دوو کلونو کې له نشه‎يي توکو سره مبارزه په ښه توګه ترسره شوې او اوس هم په نشه‎يي توکو د روږدو کسانو درملنه په سمه توګه روانه ده، امنیت ټینګ شوی دی. ثبات او اقتصادي پرمختګ د هرې ورځې په تېرېدو سره د پرمختګ په حال کې دی او د هېواد د بیارغونې چارې په چټکۍ سره روانې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي