برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۶ بهمن , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د افغانستان ۴۰ سلنه وګړي برېښنا ته لاس رسی لري

د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې د راپور له مخې، وارداتي برېښنا یوازې د افغانانو ۴۰ سلنه اړتیاوې پوره کوي.


د ملګرو ملتونو پراختيايي اداره (UNDP) وايي، وارداتي برېښنا د افغانانو يوازې څلوېښت سلنه اړتياوې پوره کوي او په دغه هېواد کې د سړې موسم په رانږدې کېدو سره دغه تقاضا هم خپل اوج ته رسېږي.

د ملګرو ملتونو پراختیایي دفتر په یوه راپور کې لیکلي چې په ژمي کې د برېښنا رسولو کچه کمېږي او د افغانستان د برېښنا سکتور له سترو ننګونو سره مخامخ دی لکه انرژۍ ته د لاسرسي محدودیت.

د دې ادارې په وینا، دا ننګونې د اړینو خدماتو لکه روغتیایی اسانتیاو، ښوونې او روزنې، بشردوستانه مرستو، پراختیا او اقتصادي ودې په برخه کې منفي اغیزې لري.

دغې ادارې ویلي، چې د ولایتي روغتونونو برېښنا د ورځې له پنځو تر شپږو ساعتونو پورې پرې کېږي او دا ستونزه په ځینو ورځو په تېره بیا د ژمي په موسم کې تر ۱۲ ساعتونو پورې دوام کوي کوم چې د لوی، قیمتي او چاپیریال زیانمنونکي جنراتورونو کارولو ته اړتیا کیږي.

د دغه راپور پر بنسټ، د ملګرو ملتونو پراختیايي دفتر زیاته کړې، چې د انرژۍ له ننګونو سره د مقابلې لپاره یې په افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید پروژه پیل کړې ده.

دفتر زیاته کړه چې د لمریزې انرژۍ سیسټمونه بې له ځنډه د انرژي رسولو تضمینوي او د روغتیا پاملرنې او تعلیم سکتورونو کې د غوره خدماتو چمتو کول ممکنوي.

په همدې حال کې د سړې موسم له رارسېدو سره د هېواد اوسېدونکي تل د برېښنا له پرچاوۍ شکایت کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي