برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۳ اسفند , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د افغانستان او تاجکستان پر پوله د ترهګرو ډلو د حضور زیاتوالی

د ګډو امنيتي تړونونو د سازمان يوه جګپوړي پوځي چارواکي وويل، چې د بهرنيو جنګياليو شتون په ځانګړې توګه د افغانستان په شمال کې پراخ شوى دى.


د ګډو امنیتي تړونونو د سازمان (سي اس ټي او) جګپوړي پوځي چارواکي اندري سردیوکوف وايي، له افغانستان سره د تاجکستان پولې ته څېرمه د داعش او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) جنګیالیو حضور زیات شوی دی.

سردیوکوف وویل، د داعش او القاعدې په ګډون نړیوالې ترهګرې او افراطي ډلې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته لوی ګواښ دی.

د ګډ امنیتي تړون د سازمان دغه پوځی چارواکی زیاته کړه: د تاجکستان په جنوبی سرحدونو کښې د داعش او د پاکستان د تحریک طالبان د جنګیالیو په شمیر کښې زیاتوالی ثبت شوی دی.

سردیوکوف په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د روزنیزو کمپونو د جوړېدو په اړه اندېښمن دی او وايي چې د بهرنیو جنګیالیو حضور په تېره بیا د هېواد په شمال کې زیات شوی دی.

هغه خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د کډوالۍ زیاتوالی او د طالبانو له خوا د توکمیزو او مذهبي لږکیو ځپل به ښايي وضعیت لا پسې خراب کړي.

نوموړی ټینګار کړی چې له افغانستان څخه د مخدره موادو قاچاق په ټوله سیمه منفي اغیز لري.

تر دې وړاندې د تاجکستان د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست ویلي وو، چې د طالبانو له لوري د نشه يي توکو پر تولید د بندیز له ادعا سره سره له افغانستان څخه تاجکستان ته د نشه يي توکو د قاچاق کچه نه ده کمه شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه راپور کې ویلي وو، چې طالبانو له القاعدې سره نږدې اړیکې ساتلي دي.

د راپور له مخې، القاعده په افغانستان کې اته نوي روزنیز مرکزونه جوړ کړي دي.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي