برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۲ اسفند , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

افغانستان کې په پټو لابراتوارونو کې د مخدره موادو تولید پیل شوی دی

د تاجکستان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، افغانستان کې د نشه يي موادو په تولید کې د کموالي نښې نه لیدل کېږي.


د تاجکستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې ادارې اعلان کړی چې د طالبانو له دې ادعا سره سره چې له افغانستان څخه د مخدره موادو قاچاق کم شوی دی، د دې ادعا کومه نښه نه ویني.

دغه بنسټ زیاته کړې، چې د خپلو وروستیو راپورونو پر بنسټ په افغانستان کې په پټو لابراتوارونو کې د نشه يي موادو تولید پیل شوی او دغه مواد لومړی تاجکستان ته قاچاق کېږي او بیا نورو هېوادونو ته لېږدول کېږي.

د دغه راپور له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې په تاجکستان کې د افغانستان پولې ته څېرمه له ۲.۵ ټنو ډېر نشه‌یی مواد نیول شوی دی، چې تېر کال په دغه هېواد کې د نیول شویو مخدره موادو له نیمایی ډېر دی.

د تاجکستان دغې ادارې ویلي دي چې دوشنبی د طالبانو له خوا د مخدره موادو پر ضد د ترسره شویو فعالیتونو په اړه هیڅ معلومات نه دي ترلاسه کړي.

د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پیلیدو سره د دغې ډلې مشر ملا هبت الله اخندزاده په افغانستان کې د مخدره موادو د کښت، تولید او قاچاق د منع فرمان صادر کړ.

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (UNODC) استازې انیوبا سود ويلي و، چې په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت بنديز او وچکالۍ د هېواد وګړي په ځانګړې توګه کروندګر له جدي بشري ناورين سره مخ کړي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې تېر کال یوازې په افغانستان کې پر ۱۰۸۰۰ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو.

د دغه راپور پر بنسټ، په ۲۰۲۳ کال کې د تریاکو له خرڅلاو څخه د بزګرانو عاید ۹۶ سلنه کم شوی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي