برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲ اسفند , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

پاتروشیف: امریکا د افغانستان د روان وضعیت مسووله ده

د روسیې د امنیت شورا سرمنشي وايي، په افغانستان کې دا مهال تر ۲۰ ډېر ترهګریز سازمانونه فعالیت کوي.


د روسیې د امنیت شورا منشي نیکولای پاتروشیف وویل: اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا شل ترهګریز سازمانونه شتون لري، چې له ۲۳۰۰۰ څخه زیات وسله وال په کې شامل دي.

پاتروشیف په بشکیک کې د افغانستان د مسلې په اړه د امنیت شورا د سرمنشي په غونډه کې وویل: افغانستان د لويديځ د نه ختميدونکې جيو پوليټيکي ماجواغوښتنو په سلسله کې يوه کړۍ ده چې د افغانستان د اوسني ستونزمن حالت اصلي مسووليت بايد د امريکا او متحدينو پر غاړه وي.

هغه په دې خبرې سره چې واشنګټن هلته د خپل شل کلن شتون په موده کښې د وضعیت د ښه کولو لپاره هیڅ کار نه دی کړی او زیاته یې کړه: لویدیځ د تېښتې په حال کښې د زیاتې وسلې په پرېښودلو سره یو ساعتي بم ښخ کړی دی.

پاتروشیف وویل: نن ورځ له دغو وسلو څخه د بین الافغاني جګړې د تشدید لپاره کار اخیستل کیږي، په تور بازار کې پلورل کیږي او د دریمې نړۍ د ترهګرو لاس ته لویږي.

هغه زیاته کړه: په افغانستان کښې د خپل شتون د زیاتولو لپاره د لویدیځ د هلو ځلو تر څنګ غواړم د دغه هیواد هغو هڅو ته اشاره وکړم چې له ترهګرو ډلو څخه د دغو موخو لپاره استفاده کوی. زموږ د اټکل له مخې په افغانستان کې شاوخوا شل نړیوال ترهګریز سازمانونه شتون لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي