په کابل کې د روسي توکو او محصولاتو د صادراتو تړونونه لاسلیک شوي؛ د غلو، اوړو، درملو او برېښنايي تجهیزاتو د لېږد په ګډون، دا هوکړې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره شوې دي.
چهارشنبه, 25 نوامبر , 2026
د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وايي، حکومت غواړي له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ اقتصادي اړیکې پراخې کړي او د کانونو او طبیعي سرچینو له لارې د هېواد پرمختګ ته زمینه برابره کړي. نوموړي د بهرنیو پانګهوالو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو او له جاپان سره د اړیکو د پراختیا هیله هم څرګنده کړه.
چهارشنبه, 25 نوامبر , 2026
د کندهار اوسېدونکي وايي، په ۲۴ ساعتونو کې یوازې دوه یا درې ساعته برېښنا لري؛ خو د برېښنا شرکت استازي استوګنیزو سیمو ته د څلورو ساعتونو رسونې خبر ورکوي. د ولایت د صنعتونو چارواکي هم وايي، د برېښنا کمښت د فابریکو فعالیت اغېزمنوي.
چهارشنبه, 25 نوامبر , 2026
د طالبانو د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دینمحمد حنیف له یوناما مشر سره په لیدنه کې د بندیزونو د سمدستي لرې کولو او د افغانستان د کنګل شویو اسعارو زېرمو د ازادولو غوښتنه وکړه. هغه همداراز وغوښتل چې نړیوالې مرستې له بېړنیو مرستو څخه پراختیايي پروژو ته واوړي.
چهارشنبه, 25 نوامبر , 2026
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت، افغانو نجونو د زدهکړو د بندیزونو او د راتلونکي په اړه د خپلو اندېښنو یادونه وکړه او له نړیوالې ټولنې یې د پاملرنې غوښتنه وکړه. د ملګرو ملتونو د ادارو په وینا، له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر ۲.۶ میلیونو ډېرې افغانې نجونې له زدهکړو پاتې شوې دي.
چهارشنبه, 25 نوامبر , 2026
منصور احمد خان د کابل او اسلاماباد ترمنځ د خبرو، دوهاړخیزو امنیتي همکاریو او د سرحدي لارو د پرانیستلو غوښتنه کړې. نوموړی وايي، پوځي تګلارې کړکېچ نه دی هوار کړی او د دواړو هېوادونو سوداګري یې له خپل احتمالي ظرفیت څخه ډېره راکمه کړې ده.
سهشنبه, 24 نوامبر , 2026
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د بېاسناده ښيسټیرنګ موټرو خاوندانو ته یوه اوونۍ مهلت ورکړی چې په ۳۳ ولایتونو کې خپل موټر ثبت او سټیکرونه ترلاسه کړي؛ کابل د بهیر برخه نه ده. تر مهلت وروسته به د دغو موټرو د ولایتونو ترمنځ تګ راتګ منع او سرغړوونکي موټر ضبط شي. موټر خاوندان د مخکیني ثبت د درنو لګښتونو، ځنډ او اداري ستونزو له امله د نوي بهیر په اړه اندېښمن دي.
سهشنبه, 24 نوامبر , 2026
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ چارواکې لیا خان وايي، د ۲۰۲۵ کال په اپرېل کې د نږدې ۵۶۲ میلیون ډالرو بشري مرستو درول د افغانانو کړاوونه زیات او د ښځو او ماشومانو روغتیايي خدمتونه یې سخت اغېزمن کړي دي. نوموړې د افغان ښځو او نجونو په ګډون د هدفمندو مرستو د بېرته پیلولو غوښتنه کړې ده.
سهشنبه, 24 نوامبر , 2026
د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې رباب فاطمې د راستنو شویو کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې کورنۍ یې بېړنیو مرستو ترڅنګ د کار، عاید او اساسي خدمتونو لپاره دوامدار ملاتړ ته اړتیا لري.
دوشنبه, 23 نوامبر , 2026
د دولتي بسونو کمښت او د شخصي موټرو لوړو کرایو د کابل اوسېدونکي له ستونزو سره مخ کړي؛ ډېری یې وايي د ورځني عاید لویه برخه یې پر تګ راتګ لګېږي. د طالبانو پلاوی له چینايي شرکتونو سره د عصري بسونو او مېټرو د پېرلو خبرې کوي، خو کارپوهان ټینګار کوي چې د نوو بسونو د ساتنې لپاره هم باید اغېزمن تدابیر ونیول شي.
دوشنبه, 23 نوامبر , 2026
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي به د لیندۍ په ۱۲مه او ۱۳مه په تهران کې د اکو د مشرانو په اتلسمه غونډه کې ګډون وکړي. د افغانستان ګډون د سیمهییزې سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د پراختیا فرصت بلل کېږي، خو دا سفر داسې مهال کېږي چې پاکستان د اکو یوې بلې غونډې ته د طالبانو استازو ته بلنه نه وه ورکړې.
یکشنبه, 22 نوامبر , 2026
ملګرو ملتونو وايي په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان د کوکنارو کروندې تر ۴۳ زرو هکټارو اوښتې، خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت دا شمېرې ناسمې بولي او ادعا کوي چې تر ۲۳ زرو ډېر هکټاره ځمکه یې له کوکنارو پاکه کړې ده. د راپور له مخې، اقتصادي کړکېچ او د بدیل کار نشتوالی بزګران بېرته د کوکنارو کرکېلې ته هڅوي.
یکشنبه, 22 نوامبر , 2026
د طالبانو ځانګړې محکمې د هاشمیه ښارګوټي ۶۰۰ جریبه ځمکه دولتي بللې او له اوسېدونکو یې د سپارلو غوښتنه کړې ده. دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې په نصرتآباد کې د کورونو نړول پیل شوي او د ځمکو خاوندان د بېکوره کېدو او د خپلو ځمکو د بېرته پېرلو له لګښتونو اندېښمن دي.
یکشنبه, 22 نوامبر , 2026
د کابل او ولایتونو اوسېدونکي وايي، د اوروژنې د وسایلو او مرکزونو کمښت او د ډلو ناوخته رسېدل کوچنۍ اورلګېدنې په لویو پېښو بدلوي. د دوی په وینا، سږ کال د اورلګېدنې ۲۵۹۶ پېښې د اغېزمنو بیړنیو خدمتونو اړتیا لا څرګندوي.
یکشنبه, 22 نوامبر , 2026
د سړې هوا او د سونتوکو د بیو له لوړېدو سره، د کابل اوسېدونکي د برېښنا له پرلهپسې پرې کېدو سره مخ دي. برشنا وايي د پرچاویو د کمولو لپاره یې د ترهخېل ۵۰ مېګاواټه دستګاه بېرته فعاله کړې، خو د برېښنا ډېره برخه لا هم له بهرنیو سرچینو واردېږي.
شنبه, 21 نوامبر , 2026
د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي د یونیسف، د خوړو نړیوال پروګرام او د خوړو او کرنې سازمان په همکارۍ د پروګرام د دویم پړاو د پیل خبر ورکړ. د لومړي پړاو پر مهال ۵۲۰ زره میندو او پالونکو د تغذیې مشورې ترلاسه کړې او په تر پوښښ لاندې کورنیو کې د خوړو ناامني ۲۵ سلنه کمه شوې ده.
پنجشنبه, 19 نوامبر , 2026
هغه ښځې چې د کار پر وړاندې د محدودیتونو له امله یې په کورونو کې ګنډل د عاید سرچینه ګرځولې وه، اوس د بېوزلۍ او د خلکو د پېرلو د توان د کمېدو له کبله له کمو فرمایشونو سره مخ دي. ځینې یې د خپلو ماشومانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د مرستو په تمه دي.
پنجشنبه, 19 نوامبر , 2026
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، په هرات کې د عامه او خصوصي مشارکت له لارې د لوی ترمینل د جوړولو چارې روانې دي. ترمینل به د مسافرو او ترانزیټ خدمتونه ښه او د تګ راتګ او سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.
پنجشنبه, 19 نوامبر , 2026
نړیوال بانک د کرنې د ښه حاصل له امله په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان د اقتصاد درې سلنه وده اټکلوي؛ خو د نفوس چټکه زیاتېدنه، د کار کمښت او د خوراکي توکو لوړې بیې به د خلکو پر ژوند فشار ډېر کړي. راپور د سختې خوراکي ناامنۍ او د اوبو د کمښت په اړه هم خبرداری ورکوي.
چهارشنبه, 18 نوامبر , 2026
د ژمي له رارسېدو سره، د ملګرو ملتونو ۱۸ میلیونه ډالره نوې مرسته به له شاوخوا ۸۲۴ زره زیانمنو افغانانو سره د خوراک، روغتیا، سرپناه او پاکو اوبو په برابرولو کې ولګول شي. له ۳۰ میلیونه ډالرو نورو مرستو سره، افغانستان ته ځانګړې شوې بودجه ۴۸ میلیونو ډالرو ته رسېدلې ده.
چهارشنبه, 18 نوامبر , 2026