برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۱ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دافغانانودمشکلاتو دحل یواځینی لاړه د ولس یووالی او ویښتیا

دافغانستان دسیاسی ګوندونو او ډلو ټپلو ائیتلاف په کابل کې په یوې اعتراضیه غونډې کې خبرداری ورکړی ، که انتخابات د ګوندی سسټم په اساس ونه شی ، له اوسنی میکانزم سره په مخالفت کې به واټونو ته ووځی . له دې ورتیر ، چې د سیاسی ګوندونو انتخاباتی پلان څومره مناسب دی .آیا له اوسنیو شرائطو سره سمون خوری ؟ اصلی مشکل دادی چې دافغانستان حکومت او تر شا ئې ولاړو قدرتونو دانتخاباتو پروسه او اړونده کمیشنونه ډیر زیات بدنام او دوی ئې له سترو مشکلاتو سره لاس اوګریوان کړی دی . هغه لاس وهنې چې په کمیشنونو کې شوی ، د کومو اصولو په اساس دی ؟، د رائ ورکونې او اخستنې لپاره له چټیاتو ډک څومره پلانونه په یوه بل پسې اعلان شوی او بیا لغوه شوی دی ؟ او نتیجه ئې دا ده چې هم عام خلک او هم سیاسی ګوندونه ، دانتخاباتو په نسبت خپل اعتماد له لاسه ورکړی . خو له دغو جنجالونو او ترینګلتیاؤ سره سره ، د انتخاباتو موضوع ډیره هم ګرمه ده . د نامو دثبتولو حقایق څه دی ؟، له انتخاباتو سره داړونده کمیشنونو داعلان په اساس ، د رای د ورکونکو دنامو دثبتنې په پروسې کې دګډون کونکو شمیر له درو میلیونو کسانو زیات شوی دی.
د کاندیدانو دنامو دثبتولو ا و د فارمونو د اخستو پروسه پیل شوې ده . که له یوې خوا د یوه کس په وسیله د زرګونو پیژندپاڼو د درلودلو خبرونه رارسیږی ، او له بل پلوه وئیل کیږی ، چې په ځینو ولایتونو کې د نامو دثبتونې دفترونه د اوسنی پارلیمان د غړو په کورونو کې د ایر شوی دی . له بده مرغه دغه ټول غیر قانونی اقدامات ، نه له حکومته او نه هم له اړونده کمیشنونو کومه ویره لری . د دغه وضعیّت عامل دا دی چې حکومت او کمیشنونه سره غږمله دی او دوی دتیر وخت په څیر ، نه د ولس رائ ته اهمیّت ورکوی ، او نه ئې هم مهم ګڼی . ځکه د ولس او د سیاسی او مدنی اورګانونو اوټولنو له خوا هیڅ ډول جدی اعتراضونه هم نه کیږی ، چې حکومت ترې ویریږی او دوی د ولس ترجیحاتو او غوښتنو منلو ته اړباسی . اوس د حکومت دننه داصلاحاتو رامینځةکیدا څخه کومه هیله درلودل او له دې چې خپله قیله سمه کړی ، چټی ښکاری او هیڅ ګټه هم نه لری .

ډیری شناندی وائی ، یوازینۍ لاره ئې دا ده چې یو داسې چورلیز جوړ شی د ولس د قدرت په یوه مرکز او چورلیز بدل شی او د ولس د آرمانونو دپوره کیدا لپاره اراده هم پکار ده او باید په هماغو ارزښتونو ولاړه وی ، چې ولس ئې غواړی . آیا دسیاسی ګوندونو ائیتلاف په دغه شان ائیتلاف بدلیدلی شی ؟. شنادی وائی دا پوښتنې هاله ښه ځواب درلودلی شی ، چې دغه ائیتلاف خپل قدرت او عملی اقدامات نندارې ته وړاندې کړی . یوازې په ادعاګانو او خبرو کولو سره دولسمشرۍ په ماڼۍ کې په خوب ویدۀ اربابان په خود کې نشی راوستلی او نه هم هغه کسان سمې لارې ته کاږلی شی ، چې د انتخاباتو کمیشن دهغوی لپاره په یوې لنَګې غوا بدل شوی دی .
داپه داسې حال کې دی ، چې دافغانستنا ن د ولسی جرګې یوه غړی مولانا عبدالرحمان رحمانی د افغانستان د پارلیمانی انتخاباتو په باب وئیلی دی ، په دغه جنګ ځپلی هیواد کې دانتخاباتو پروسه ، یوازې د شعار تر حده مطرح ده . د هغه په وینا، تر څو چې امریکا په افغانستان کې پوځی شتون او پوځی مرکزونه او اډې لری ، په افغانستان کې به هیڅکله هم شفاف او عمومی انتخابات ترسره نشی .
چې که دغه شان کار وشی ، ، نو په داسې بڼه کې امریکا په افغانستان کې خپل پوځی شتون ته دوام نشی ورکولی او هغه انتخابات هم چې ټاکل شوې ده ، د سږکال په تلې یا میزان میاشت کې ترسره شی ، د هغه په وینا، داسې پلان شوی دی ، چې یوازې هغه کسان به ملی پارلیمان ته لاره ومومی چې دامریکا له پروګرامونو وپلانونو سره هیڅ مخالفت نه لری . دمولانا عبدالرحمان رحمانی په وینا،تر څو چې سیاسی ګوندونه یوازې دافغانستان په ملی ګټو فکر ونه کړی ، او همداراز ولس د غفلت له خوبه ویش نه شی ، او حقیقی ملی وحدت او یووالی ونه لری ، نو دغه وضعیّت به هماغه شان دوام ولری .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي