برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۶ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

اشرف غني ته باید د نوبل جائزه ورکړل شي

اشرف غني مې ایله اوس وپیژاند، دا سړی واقعا د سترو خصوصیاتو خاوند دی، دا څو کاله مې د دې سړي د امتیاز په وجوهاتو او ځانګړنو کې فکر بند و، مګر اوس پوه شوم چې دغه سړی واقعا د ځینو داسې ځانګړنو خاوند دی چې عادي انسانان ترې محروم دي.


اسحاق ننګیال زموږ د هیواد یو مشهور او منلی شاعر دی، په یوه خاطره کې یې لیکلي و، چې یو وخت په کابل کې داوسیدو په مهال له کوره راووتم، د ګاونډي د کور یوه ماشوم تړلی چرګ او چاړه په لاس ولاړ و، ماته یې وویل چې اکاجانه دغه چرګ خو راته حلال کړه، پلار مې په کور کې نشته او ماښام ته میلمانه دي.

اسحاق ننګیال وایي، ما چې د تیښتې بهانه نه درلوده او د ګاونډیتوب خبره هم و، د چرګ د حلالولو خبره مې ورسره ومنله او بالاخره مې هغه ګاونډي ماشوم ته چرګ ور حلال کړ. ننګیال وایي د چرګ حلالولو، د هغه د وینو دارو او د ځنکدن ترپکو که څه هم ظاهرا په ما کوم تاثیر ونکړ، خو زما په لاشعور  اوعواطفو یې دومره اثر وکړ چې بیا مې څو اونۍ شعر نه شوای لیکلی او عاطفي الهام مې مرور شوی و.

له دې واقعې څخه ثابتیږي چې الله تعالی دانسان په فطرت کې د رحم او مهربانۍ ځیني داسې غرایز ایښي دي چې که انسان وغواړي یا نه، په غیرشعوري او خود بخود شکل د عاطفې په ځای کې ځان ښکاره کوي. دا چې عاطفه څه ده په اړه یې نظرونه ویشلي دي. دماديت معتقدین او د فروید اروا پوهنه  لکه څنګه چې عقل د انساني دماغ د پیچلي سیستم محصول ګڼي عاطفه هم د انسان له دماغ یا زړه څخه راپیدا کیدونکی یو حالت ګڼي، چې دانساني د مادي وجود ثمره ده.

اما له اسلامي لیدلوري عقل او عاطفه دواړه د مادي وجود نه بلکې د روح سره تړلي غرایز دي، روح چې په انساني دماغ کې حلول وکړي انعکاس یې عقل او که په زړه کې حلول وکړي عاطفه، محبت او نور قلبي صفات ترې زیږي.په هر حال عاطفه دانساني روح هغه خاصه ده چې هیڅ انسان ترې مستثناء نه دی.

دانساني لپاره تر ټولو سخت کار په خپلو فطري خواصو برلاسي ده،مثلا که یوه انسان ټول عمر ریاضت وکړي تر څو له خپل ځان څخه عقل وباسي شاید ونه توانیږي،ځکه دا انساني صفات هغه څه دي چې دانسان په خټه  کې اغږل شوي او له ځانه شړل یې اسانه کارنه دی.

که بیرته اصل موضوع ته راشو، دوه ورځې وړاندې په کندز کې د ماشومو حافظانو او طالبانو دپګړۍ تړلو غونډه وه، حکومتي چورلکې ورغلې او په دې عامه غونډه یې دروند بمبار وکړ، عیني شاهدانو وویل چورلکو لومړی په هغه ځای دوه میزایل وغورځول چې تنکي ماشومان په کې پنډ و، د یوه عیني شاهد له قوله د بم په چرو لګیدلي ماشومان داسې په یوه بل سره را وغورځیدل لکه دمرغیو په سیل چې د ښکاري ټوپک ډز وشي. لګیدليو ماشومانو ترپکې وهلې چې چورلکو ورباندې بیا مکررې ضربې وکړې، تر دې چې هغه له لومړي ګوزار نه پاته کسان یې هم په ابدي خوب ویده کړل.

د کندز د بمبار د صحنې انځورونه رسنیوته راووتل او مستند ویډیویي راپورونه یې نشر شول،نږدې شپیته تنه زخمیان یې چې اکثره ماشومان و د کندز ملکي روغتون ته یووړل شول چې هلته ورسره رسنیو مرکې هم وکړې، تردې چې د لمر غوندې روښانه شوه چې بې له شکه په کندزکې جنایت شوی او بې ګناه معصوم کوچنیان وژل شوي دي.

اما له دې ټولو زړه بوږنوونکو شواهدو، تصویرونو، مستند ویډیوګانو او د خلکو له کریغو او فریادونو سره سره د اشرف غني حکومت پریکړه وکړه چې په پوره جرأت د دې قتل عام مسؤلیت په غاړه واخلي او بې له دې چې هغه اشتباه یا غلطي وبولي علاوتا ورباندې افتخار هم کوي او د خپلې سترې لاسته راوړنې په حیث یې قلمداد کوي.

د کندز د مظلومو او معصومو مقتولینوپه اړه د اشرف غني په مشرۍ د حکومت دې موقف زه دې نتیجې ته ورسولم، چې د دوهم متفکر په نوم دغه سړی له عاطفې، رحم او وجدان څخه بالکل فارغ او د مصنوعي روبات په شان یوازې ظاهرا انسان دی.

دا چې اشرف غني د امریکایي جګړې د ګټلو لپاره له هر څه تیر شوی او حتی د عاطفې په شان خپل فطري خواص یې هم وژلي دي، په دې حساب نوموړی د بشر د تاریخ لومړنی بې عاطفې موجود دی چې باید د بې رحمۍ نړیواله د نوبل جائزه ورکړل شي.

د اشرف غني زړه چې د کندز په ټوټه شویو ماشومانو هیڅ له ځایه ونه خوځید، نه یې یوه سړه اوښکه تویې کړه او نه یې د کرزي غوندې له اولس سره د ژبې د سر غمرازي وکړي، موږ ته راښيي چې دا سړی د ځمکې د مخ تر ټولو ډبرزړی انسان دی. که زما مشوره څوک مني نو اشرف غني ته خو باید نه یوازې د بې رحمۍ نړیواله د نوبل جائزه ورکړل شي، بلکې د سخت ترین او ډبرین زړه د درلودلو له امله یې باید نوم د ګینس په کتاب کې هم ولیکل شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي